<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-09-20 16:46:47    
د بی وزلو ماشومانو دپاره د ميرمن وانګ ژونګ خوی له خوا جوړ شو ی ښوونځی .

cri

د يی قوم ميرمن وانګ ژونګ خوی سږ کال اته ديرش کلنه ده ، هغی د سی څوان ولايت د سی څانګ په ښار کښی د لو ين د انګليسی ژبی تجربوی مدرسه جوړه کړی ده ، د محلی ځای خلک دغی مدرسی ته د نيستمنو خلکودماشومانو مدرسه وايی .ميرمن وانګ ژونګ خوی له دارالمعلمين څخه د فارغيدو نه وروسته په کلی کښی دوولس کاله شاګردانو ته درس ورکړ ، په تعليمی چارو کښی د ښو موفقيتونو د موندلو له کبله هغه د سی څانګ د ښار لومړۍ ښوونځی ته ورليږله شوه . د ١٩٩٩ کال داګست په مياشت کښی هغی له خپلی وظيفی څخه استعفا وکړه ، د سی څانګ د ښار د يو هوا د علاقه دارۍ د سين هوا په کلی کښی د لو ين دانګليسی ژبی د زده کړی تجربوی مدرسه جوړه کړه . هغی وويل چه زما مقصد دا دی چه په دغه سيمه کښی د نيستمنو خلکو د شاګردانو دپاره تعليمی خدمت برابر او د دولت او بزګرو په اوږو بارونه کم کړم ترڅو چه په غرنی سيمه کی د يی قوم لا زيات ماشومان ډير ښه پوهنه تر لاسه کړی . .

د نوموړی ښوونځی د جوړولو په ابتدايی موده کښی له دی کبله چه ښوونکو په عمده ډول پکښی شاګردانو ته د انګليسی ژبی تدريس کاوه ، دغه ښوونځی ته د داخليدو دپاره څه د پاسه شپږ سوو تنو شاګردانو خپل نومونه وليکل او ور پسی دنورو زياتو مدرسو زده کوونکو هم خپل ځانونه په دی ښوونځی کښی شامل کړل

چه په دی سبب د دغی مدرسی د شا و خوا مدرسو د شاګردانو شمير ډير کم شو .

له دی کبله چه د غه ښوونځی په عمده ډول د نيستمنو خلکو اولادونه منی ، ، نو ځکه د محلی ځای خلک دغی ښوونځی ته د نيستمنو خلکو د ماشومانو ښوونځی وايی .

ميرمن وانګ د سين هوا په کلی کښی د يی قوم د څه د پاسه لسو کورنيو هغو اولادونو ته ډيره پاملرنه کوی کوم چه له نورو ځايونو څخه دلته راغلی دی ، تر اوسه پوری له يو سلوماشومانو څخه څه د پاسه ديرش تنه لا هم په کور کښی پاتی دی چه په دی جمله کښی د يی قوم ډيری زياتی نجونی شاملی دی . هغه له دی امله ډيره خواشينی شوه او دخپل فارغ وخت څخه په استفادی سره يی په کلی کښی يو سر خلاص ښوونځی جوړ کړ او ښوونکو د انګړ پر ځمکی باندی يوه توره تخته ودروله او ماشومانو ته يی په تدرس ورکولو پيل وکړ . هغی وويل چه زما په نظر په کلی کښی د نيستمنو خلکو د اولادونو دپاره د ښوونځی جوړول يوه سمه لاره ده .

د ښوونځی د تاسيس په ابتدايی موده کښی د ميرمن وانګ ښوونځی د ټولنی د هر کلی وړ ونه ګرځيد . د يو هوا علاقه دارۍ يو مشر د ٢٠٠٢ کال د سپټمبر په لسمه نيټه چه د معلماننو د اختر سره مصادفه وه، ، په يوه غونډه کښی وويل چه بايد د دولتی مدرسو د ښوونکو په شان دشخصی مدرسو معلمانو ته په مساوی توګه وکتل شی . دعلاقه دارۍ حکومت دخپلی ډاډ ګيرنی د څرګندولو دپاره د لو ينګ دانګليسی ژبی د زدهکړی د ښوونځی هر يو معلم ته د لسو يونو په اندازه پيسی ورکړی ، معلمان ډير خوشحاله شول اوددوی په نظر د حکومت نوموړی عمل دوی ته د پاملرنی معنی لری . ښوونځی په دی وياړ يو ماښامی کنسرت جوړ کړ او معلمانو پکښی سندری وويلی او نڅاوی يی وکړی .

د ٢٠٠١ کال د سپټمبر په مياشت کښی د نوموړی ښوونځی شاګردانو د لومړی ځل دپاره د سی څانګد ښار په ازموينه کښی د ګډون شايستګی تر لاسه کړه ،

دڅلورم ټولګی شاګردانو د رياضی په امتحان کښی د کليو په ټولو مدرسو کښی لومړۍ لمبر ترلاسه کړ .د ٢٠٠٢ کال په سپټمبر کښی د سی څانګ د ښار د تعليمی اداری يو مسول ښوونځی ته راغی او د لومړی ځل دپاره يی په دی اعتراف وکړ چه نوموړی ښوونځی د ليانګ شان په کليو کښی يوځانګړی شخصی ښوونځی ګڼل کيږی . همدا راز يی د نوموړی ښوونځی تعليمی کيفيت وستايه . د نيستمنو خلکود ماشومانو ښوونځی د تعليمی څانګی له خوا وپيژندل شو او د نورو ښوونځيو په شان يی مساوی مقام تر لاسه کړ . د نوموړو موفقيتونو لاس ته راوړل د ښوونکو له کوششونو سره نه بيليدونکی اړيکی لری . که څه هم ددوی مياشتنی عايدات يوازی او يوازی څلور او يا پنځه سوه ژن مين بی يونه دی ، خو دوی په دقت سره شاګردانو ته تدريس ورکوی . اوس د ښوونځی تعليمی کيفيت ګام په ګام اوچت شوی دی، د درو کالو نه راهيسی د ښوونځی تعليمی کيفيت د سی څانګ په ښار کښی په مخکښنيو څو مقامونو کښی دی .

اوس د نوموړی ښوونځی پيمانه ورځ په ورځ لويه شوی ده چه پکښی د يوولسو ټولګيو څلور سوه دوه ديرش زده کوونکی درس وايی ، په ټولو زده کوونکو کښی د غريبانو زده کوونکو شمير ډير زيات دی . .