<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-09-20 16:55:17    
د افغان خلکو د ورزش نوی مودل

cri

ګرانو اوريدونکو ، اسلام عليکم ! ډيره خوشحاله يو چه تاسو د سپورت نړۍ نننی پروګرام اوری ! په دی خپرونه کی به تاسو ته د افغان خلکو د ورزش د نوی مودل په باب څه معلومات وړاندی کړو ! د افغانستان د بدنی روزنی د ملی اتحاديی د احصائيی له مخی اوس د افغانستان په مرکز کابل کی اويا ورزشی کلبونه شته او د طالبانو د تسلط د مودی په نسبت پنځه چنده زيات شويدی او د ورزش څپه نورو ځايونو ته هم خپره شويده مثلأ په قندهار کی ٠

د ښاغلی کابلی په نامه د بدنی روزنی روزونکی شرزاد وويل زلميان غواړی چه خپل ځان د فلم د ستورو په شان غښتلی کړی ، اوس داسی هيڅوک نشته چه جګړه وغواړی ٠

" د کابل په هره سيمه او کوڅه کی ، ورزشی کلبونه پيدا کيږی "د يوه تلويزيونی ستيشن ميخانيک باهير شليمی داسی وويل " اوس د زده کړی عصر دی ، هر ځوان بدنی روزنه خپل فيشن ګڼي ٠ مونږ غواړو چه توپک او توپ تل تر تله پريږدو ٠ "

که څه هم د طالبانو په دوره کی ورزشی کلبونه موجوده ؤ ، خو د طالبانو حکومت د جامی په باره کی جدی مقررات عملی کول ٠ دوی غوښتل چه سړی بايد د ورزش په وخت کی غټ غټ عنعنوی کميسونه اپرتوګونه واغوندی او سړی بايد ږيری پريږدي ٠ محمد وحيدالله د کابل د پامير ورزشی کلب خاوند دی ، هغه وويل چه د طالبانو په وخت کی د ورزش لپاره د لويديځو هيوادو د سپورتی وسايلو استعمالول منع ؤ ٠ په

تيرو کلونو کی د ورزشی کلبونو د غړی توب لګښت ګران و ، نو ځکه ډير لږ ځوانانو

پکی برخه اخيستی ٠ د جګړو نه وروسته د افغان خلکو ژوند ښه شوی دی ، ورزش

کول لوکس کار نه دی ، ځکه نو د بدنی روزنی چارو چټک پرمختګ موندلی دی ٠

د بدنی ښکلا سيالی پر ځای کول :

نهه دېرش کلن وحيدالله دری کاله مخکی په پاکستان کی د خپل مهاجرت ژوند پای ته ورساوه او خپل وطن افغانستان ته بير ته راستون شوی دی ٠ هغه له خپل ملګری سره په ګډه د شپږ زرو امريکائی ډالرو په ارزښت په کابل کی د پامير په نامه يوه ورزشی کلب پرانستلی دی چه تجهزات يی ډير ساده دی ، د ځغاستی الکترونيکی وسيلی او غسل خانه پکی نه شته ٠ خو سره له دی ډير زلميان هم غواړی چه د ورزش لپاره ورشی ٠ دوی هره مياشت پنځه امريکائی ډالره کلب ته ورکوی ، نو هر سهار او ماښام دلته راتلای شی او ورزش وکړی ٠ درويشت کلن ځوان ښوونکی ساچی احمد داسی وويل زه د دی لپاره ورزش کوم چه نه يوازی ښکلی اندامونه ولرم بلکی د ښی سلامتيا ارزو هم لرم ٠ زلمی احمد چه مياشتنی معاش يی يوازی شپيته امريکايی دالره دی او تر اوسه يی واده ندی کړی ، هغه بايد د پلار او مور سره مرسته وکړي ، نو ډيری پيسی نه لری چه د ځان لپاره غذايی مواد واخلی .

د احمد د ملګری اجيمل خان ژوند ښه دی ، هغه د ترجمان په حيث کار کوی او مياشتنی معاش يی څلور سوه امريکايی ډالره دی ٠ هغه هره مياشت يوه ډول قطع اخلی چه قيمت يی پنځوس امريکايی دالره دی چه زياتره افغانی خلک يی نه شی اخيستلای ٠

نجونی او ښځی هم ورزشی کلاب ته ځی :

ورزش او بدنی روزنه نه يوازی زلميان راجلب کيږی بلکی نجونی او ښځی هم ورزشی کلب ته ځی ٠ دا په افغانستان کی چه سړی په هر کار کی د صلاحيت خاوند دی ، نوی پديده ګڼل کيږی ، پدی وروستيو مياشتو کی په کابل او هرات کی د ښځو لپاره لږ تر

لږه شپږ ورزشی ځايونه يا کلبونه پرانستل شويدی ٠

خرما عسکری چه د کابل د پوليسو په پوهنځی کی کار کوی ، هميشه د کابل په

لويديځ اطراف کی د ګونګ فو او تکواندو په کلب کی ورزش کوی ٠ هغه چه اتلس کلنه ده ، په پوره باور سره ئی داسی وويل ښځی هم دا حق لری چه پخپله خوښه ورزش کوی ٠ د بدنی روزنی ټولنی په ورزش کی د ښځو د ګډون څخه هر کلی څرګند کړی دې ٠ د دی ټولنی رئيس باور هوټک وويل : دا ډير ښه کار دی ، دا مونږ ته راښئی چه ټول افغان خلک په سپورتی فعاليتونو کی د ګډون ارزو لری ٠

خو په حقيقت کی افغانستان يو اسلامی هيواد دی او د بيلا بيلو علتونو له امله په ورزش کی د ښځو ګډون کول د ګڼ شمير سړيو لپاره د منلو وړ نه دی ٠ د يوه تلويزيونی ستيشن ميخانيک باهير شليمی داسی وويل چه زه هيڅکله دا فکر نه کوم چه افغان خلک د سپورت لپاره ښځو ته اجازه ورکوی ٠

د افغانستان د بيا ابادی په چټکتيا سره مونږ باور لرو چه د خلکو د بدنی روزنی چاری به پرمختګ ومومي او د سپورت نوی فصل به رامنځته شي ٠