<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-09-20 18:10:30    
د اولمپيک فکری سيستم

cri
د اولمپيک د سپورت فکری سيستم د اولمپيک د ورزش په هکله له اړوندې تيورۍ، روحيې،تصور، هدف او غوره وينا څخه عبارت دی.
د اولمپيک منشور
د اولمپيک منشور د اولمپيک د ورزش په هکله ډير لوړ قانونی سند دی چی د اولمپيک د بين المللی کميټې له خوا ټاکل شويدی. په دغه منشور کی د اولمپيک د ورزش د جوړښت، هدف، اصول، غړيتوب، سازمانونه ، د مختلفو سازمانونو دندې او د اولمپيک مختلف فعاليتونه په پوره توګه ټاکل شويدی. د اولمپيک په مختلفو سپورتونو کی برخه واخلی کسان بايد د دغه قانون احترام وکړی او نوموړی قانون د مختلفو خواوو ترمنځ د همکارۍ بنسټ ګڼل کېږی. له ١٩٧٨ کال راهيسی د اولمپيک د بين المللی کميټې له خوا نوموړی قانونی سند د اولمپيک منشور نومېږی.
د اولمپيک هدف د اولمپيک په منشور کی د اساسی اصولو او هدف په هکله دې ته اشاره شوي چی د اولمپيک د ورزش هدف دا دی چی د هغو سپورتی فعاليتونو له لاری ځوانان وروزل شی چی د اولمپيک د روحيې سره سم د دوستۍ، يووالي او د متقابل اعتماد په فضا کی تر سره کېږی، څو چی يوه سوله ايزه او ښه نړی جوړه شی. د اولمپيک د ورزش هدفونه دا دي: لومړی، د انسانی ټولنې د ښه راتلونکی دپاره کوښښ وشی. دوهم، د دوستانه سپورتی فعاليتونو له لارې د اولمپيک د هدف په عملی کېدو سره د نړۍ د مختلفو هېوادونو د ځوانانو ترمنځ دوستانه مزی ټينګ شی.
د اولمپيک شعار
د اولمپيک غوره وينا دا ده چی لا چټک، لا لوړ او لا قوی. په ١٩٢٠ کال کی د اولمپيک بين المللی کميټې په رسمی توګه نوموړی جمله د اولمپيک د شعار په توګه ټاکلی ده. دغه شعار که څه هم ډير لنډ دی، خو نه يوازی دا ور څخه څرګنديږی چی خلک بايد په سپورتی فعاليتونو کی سيالی وکړی او برياليتوب تر لاسه کړی، بلکه خلک دې ته تشويقوی چی په ژوند او کار کی دې د خپلې ښې راتلونکي د تر سره کولو دپاره تر خپلې وسې پوری نه ستومانه کېدونکی کوښښونه وکړی.
د اولمپيک د ورزش په هکله اړوندې تيورۍ
د اولمپيک په منشور کی چی د ١٩٩١ کال د جون په شپاړسمه نيټه نافذ شو، پکی د اولمپيک د بين المللی کميټې له خوا په رسمی توګه د اولمپيک د ورزش په هکله اړوندې تيورۍ ټاکل شويدي او د اولمپيک د ورزش په هکله اړوندې تيورۍ يوه ډول فلسفه هم ده چی په برابره توګه د مختلفو خلکو د بدنی او ذهنی روزنې سره يوځای کوی او نوموړی اړونده تيورۍ له خلکو څخه غوښتنه کوی چی د اساسی اوصولو د احترم پر بنا په سيالۍ کی د برياليتوب د تر لاسه کولو دپاره کوښښ وکړی.
د اولمپيک روحيه
د اولمپيک په منشور کی دې ته اشاره شوي چی د اولمپيک روحيه د متقابل تفاهم پر بنا دوستانه، عادلانه او متحده روحيه ده. په دغه روحيه کی دا خبره تائيده شوي چی بايد د مختلفو بيلا بيلو کلتورونو ترمنځ د اختلافاتو احترام وشی، څو چی د اولمپيک د سپورتی فعاليتونو په هکله بين المللی تبادله په واقعی توګه تر سره شی. علاوه پر دې، په هغې کی ويل شوی چی يوازی په عادلانه سپورتی فعاليتونو کی د مختلفو هېوادونو سپورتی لوبغاړي خپل منځی دوستی او يووالی ټينګ کړی، څو چی د اولمپيک سپورتی فعاليتونه خپل مقديس هدف تر سره کړي.