<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-09-21 17:35:08    
د مقدس جهيل په غاړه کې اوسيدونکي

cri

د چين د تبت د خودمختارې سيمې د عالي په سيمه ګې يو داسي جهيل شته چه د هندي مذهب ، د تبت د بودايي دين او د نورو اړوندو بيلا بيلو مذهبي ډلو د معتقدينو له پاره د مقدس جهيل په توګه ګڼل کيږي ٠ د دغه جهيل نوم ما پانګ يونګ څو دي ٠ دلته اصلي طبيعي منظره ښه ساتل شوي ده چه اسمان يي ابي او د جهيل اوبه يي شين رنګه دي او په أبي اسمان کې يي مرغان الوتنه کوي او لکه د يو ښکلي تصوير په شان د خلکو تر سترګو کيږي ٠ څو کالو نه مخکې د نوموړي جهيل په غاړه کې اوسيدونکي تبتي مالدار چه ژن بو جي نوميږي ، د جهيل په غاړه کې يوه چاي خانه جوړه کړه او په کار و بار يي پيل وکړ ٠ په دي وروستيو وختونو کې زمونږ خبريال دغه ځاي ته لاړ او له ژن بو جي سره يي مرکه وکړه ٠ د ژن بو جي چاي خانه نژدي سل مربع متره مساحت لري ٠ په چاي خانه کې تيار شوي بيلا بيل سامانونه ، تبتي چاي او د تبت ساده خواړه ټول پخپله د ده له خوا تياريږي او جوړيږي٠ ژن بو جي خبريال ته وويل چه د چاي خانې کار او بار څه د پاسه څلور کالو راهيسي دوام لري ٠ پخوا زما د کورني ټول غړي مالداري په چارو کې بوخت ؤ ٠ وروسته مو وليدل چه د نوموړي جهيل په غاړه کې توريستي چارو پرمختيا موندلې ده ، نو فکر مي وکړ چه که د کورني ځيني غړي په مالداري چارو او ځيني يي د چاي خانې په کار و بار لاس پوري کړي کيداي شي چه د کورني اقتصاد به مو ښه شي ٠ ښاغلي ژن بو جي او ميرمن يي اوه تنه اولادونه لري چه له دوي څخه ډير مشر يي دوه ويشت کلن دي او وړوکي يي يوازي دوه کلن دي ٠ اوس هغه له خپلې مشرې لور سره د چاي خانې اداره کوي او دده ميرمن له نورو اولادونو سره په کور کې له سلو نه زيات غوايي او پسونه روزي ٠ نوموړي مالدار وويل چه اوس ډير خارجيان د دغه مقدس جهيل د سيل له پاره راځي چه زياتره برخه يي له نيپال او هند څخه راځي ٠ عموممأ د سيل نه وروسته د تفريح له پاره زما په چاي خانه کې چاي څښي يا خواړه خوري ٠ اوس د دغه جهيل په غاړه کې څه د پاسه شل دغسي چاي خانې جوړي شوي دي چه ټولې د شاوخوا سيمې د مالدارانو له خوا اداره کيږي ٠ د کار نه پرته ښاغلي ژن بو جي د محلي ځاي د يو کلي د کميټې د رئيس دنده هم په غاړه لري ، په دي وروستيو کلونو کې دده تر لارښوونې لاندې ډير مالداران شتمن شوي دي ٠ د کلي په نژدي هره کورني کې تراکتور شته ٠ ژن بو جي وويل چه د ژمي او دوبي په فصلونو کې د پسونو او غوايانو ځړځايونه بايد تبديل شي او د دواړو ځړ ځايونو ترمنځ فاصله ډيره اږوه ده ، اوس هر کورني موټر لري ، نو د ژوند دسامانونو حمل نقل ستونزي نه لري او د کورني ژوند ته يي ډيري اسانتياوي برابر کړي دي ٠

له خبريال سره د مرکې په ترڅ کې د ښاغلي ژن بوجې لور خبرې نه کولي ، خو تل يي خندل ، ژن بو جي خبريال ته وويل چه که څه هم هغه خبرې کول نه غواړي ، خو زما په اولادونو کې هغه ډيره تکړه ده او طبيعيت يي هم ډير ښه دي ، نو د چاي خانې د اداري کار د هغې له پاره ډير مناسب دي ٠ نوموړي مقدس جهيل د محلي ځاي د مالدرانو له پاره يو مقدس ځاي ګڼل کيږي ٠ د هرو څو ورځو په تيريدو سره ښاغلي ژن بوجي او نورو مالداران هرومرو د کورني غړو سره يو ځاي د تعظيم له پاره جهيل ته ځي او دا کار د دوي د ژوند يوه مهمه برخه ګرزيدلي ده ٠ د دوي په نظر د نوموړي جهيل په غاړه کې ژوند کول د دوي له پاره ډير نيکمرغه دي ٠ اوس د دوي په کلي کې يو لوي سړک د جوړيدو په حال کې دي ٠ ښاغلي ژن بو جي وويل چه د دغه سړک د جوړيدو نه وروسته به نور شپږ کورنه جوړ کړي او د چاي خانې د کار و بار پيمانه به پراخه کړي ٠