<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-09-21 17:37:45    
په نړۍ کي د چيني ژبې د زده کړي اوج

cri

لږه موده دمخه په بيجينګ کي د چيني ژبې نړيواله غونډه پاي ته ورسيده او خبريال له غونډې څخه خبر اخيستی چه په بهرنيو هيوادونو کي د چيني ژبې زده کوونکي د زياتيدو په حال کي دي .

چيني ژبه په نړۍ کي د هغو ژبو څخه شميرل کيږي چه ويونکي يي ډير زيات دي ، د وروستيو کلونو راهيسې د چين د دروازې د خلاصيدو او د اقتصاد د چټک او دوامدار پرمختګ سره سم له بهرنيو هيوادونو سره د چين تګ راتګ زيات شوی او زيات شمير بهرنيو شرکتونو په چين کي خپلې نمايندګۍ جوړې کړي او خارجي سياحان هم ورځ په ورځ زياتيږي . په عين وخت کي هغه چينايان هم د زياتيدو په حال کي دي چه يا د زده کړې يا د سوداګري او يا د سياحت دپاره خارج ته ځي . چيني ژبه د چين سره د پيژندنې دپاره د يوې مهمې وسيلې په توګه د زيات شمير هيوادونو د حکومتونو او تعليمي څانګو د زياتې توجه وړ ګرزيدلي ده .

د چيني ژبې د زده کوونکو څخه زياتره کسان ويتناميان ، تايلنديان ، کوريايان او جاپانيان دي ځکه چه دوي د چين ګاونډيان دي او کلتور يي هم د چين په شان دی .

د ويتنام د ښوونې د وزارت د روزنې د څانګې مامور وو مين تون وويل چه اوس ډير زيات ويتنامي ځوانان د چيني ژبې په زده کړه بوخت دي . پرته د پوهنتونونو نه په ويتنام کي د چيني ژبې د زده کړې زيات مرکزونه جوړ شوي او زده کوونکي په فارغ وخت کي چيني ژبه زده کوي .

په حقيقت کي نه يوازي په ويتنام کي بلکي په ټوله جنوب ختيځه اسيا کي د

چيني ژبې د زده کړي اوج رامنځته شويدی . د دغو هيوادونو په عالي ، منځنيو او لومړيو ښوونځيو کي د چيني ژبې درسونه پرانستل شوی دي ، د احصايي لمخې د جنوب ختيځې اسيا په هيوادونو کي يو مليونو شپږ لکه تنه د چيني ژبې په زده کړې بوخت دي .

د احصايي لمخې د کوريا د جمهوريت په دوو سوو عالي مدرسو کي د چيني ژبې څانګې پرانستل شوي او په جاپان کي دوه مليونه تنه چيني ژبه زده کوي . د اسيايي هيوادونو نه پرته په اروپا کي د چيني ژبې د زده کړي څپه هم رامنځته شويده . د المان د ميستل په پوهنتون کي يوې زده کوونکې چه کريستين ستورم نوميږي ، خبريال ته وويل چه د چينې ژبې زده کړه زما سم انتخاب دی ځکه چه اوس په چين کي د کار زيات فرصتونه پيدا کيږي او زياتو جرمني شرکتونو په چين کي نمايندګۍ جوړې کړي او د چين سره يي خپلې تجارتي اړيکي نژدي کړيدي ، نو زما په نظر د چيني ژبي د زده کړې نه وروسته په اسانه توګه کار پيدا کيداي شي .

د معلوماتو لمخي يوازي په فرانسه کي ديرش زره تنه د چيني ژبي په زده کړي لګيا دي ، دغه راز انګلستان او روسيه هم هغو بااستعداده کسانو ته زياته اړتيا لري چه چيني ژبه يي زده ده . د يادونې وړ خبره دا ده چه اوس په امريکا کي د چيني ژبې د زده کړي کسان د زياتيدو په حال کي دي .، د امريکي د پوهنتونونو د شورا رييس ګاستون کاپيرتون وويل چه اوس مونږ د امريکې په عالي ، منځنيو او ابتدايي ښوونځيو کي د چيني ژبې د ترويج دپاره کوشش کوو څو چه لا زيات زده کوونکي د چين کلتور وپيژني . زه غواړم چه د چين او امريکې ترمنځ د اړيکو د ټينګتيا او پرمختيا دپاره د پل په حيث رول ولوبوم .

د تازه احصايي لمخې اوس په نړۍ کي ديرش ميلونه تنه د چيني ژبې د زده کړي دپاره کوشش کوي . ددوي سره د مرستې دپاره د چين حکومت د ښوونکو د ليږلو نه پرته نور زيات تدبيرونه هم غوره کړيدي . د چيني ژبي په هکله د نړيوالې غونډې رييسې او د چين د دولتي شورا غړې چن جه لي وويل چه مونږ به د پخوا په شان د صادقانه او فعالې رويې سره سم د نورو هيوادونو سره د چيني ژبې د تدريس په ساحه کي نژدي همکاري او مرسته وکړو او په دي برخه کي به زياتې پيسې واچوو .