<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-09-21 18:02:25    
د شينجيانګ د ويغوری قوم د خودمختارې سيمې ٢٢ تنه زده کوونکی په بيجينګ کی د خپلو هيلو د سر ته رسولو لپاره کوشش کوی

cri

لږه موده د مخه د بيجينګ د ښوونی او روزنی کميټی د شينجيانګ د ويغوری قوم د خودمختاری سيمې د ښوونی سره د مرستی لپاره د شينجيانګ د زده کوونکو يو ځانګړي ټولګی پرانست چه د شينجيانګ د هه تيان ناحيې ٢٢ تنه ويغوري زده کوونکی پکي زده کړه کوی ٠ دوی د سپتمبر په څلورمه نيټه بيجينګ ته ورسيدل او د بيجينګ د قومي کلتور او هنر په ښوونځی کی به د درو کالو دپاره موسيقي او نڅا زده وکړي ٠

دوی ټول د لومړی ځل دپاره بيجينګ ته راغلی او عمر يی له ١٥کالو څخه تر ١٧ کالو پوری دی او بيجينګ ته د رسيدو نه وروسته ډير غواړی چه د بيجينګ نامتو ځايونو ته لاړ شي . مثلأ تيان ان من ميدان ، لوی ديوال او داسی نور ٠

کله چه دوی دې ښوونځی ته ورسيدل ، نورو ٢٢ تنه زده کوونکو چه قومي کالی يي اغوستي ؤ ، دوي ئی ليليې ته يوړل ٠ د دغه ښوونځی ګوندي منشی ګنګ فان وويل چه د رخصتی په موده کی به د بيجينګ او شينجيانګ د زده کوونکو تر منځ د لاس په لاس فعاليت تر سره شي . ددي فعاليت لمخي به د بيجينګ يو زده کوونکي به په خپل کور کي د شينجيانګ يو زده کوونکي حيلمه وکړي تر څو د چين د لومړي لوي قوم د هان قوم او ويغوري قوم تر منځ متقابل تفاهم او يووالی تقويه شي ځکه چه د شينجيانګ د زده کوونکو د چين د ملي ژبی او تعليمي سويه ټيټه ده نو د دغی مرستی او تفاهم له کبله به د دوی تعليمی سويه لوړه شي ٠

د دغه ښوونځی رئيس شيو باو شيانګ وويل چه ښوونځی د شينجيانګ زده کوونکو سره د مرستې دپاره

غوره او غښتلی ښوونکي ټاکلي او مشخص تعليمی پلان يي ترتيب کړيدی ٠ د شينجيانګ زده کوونکی به په بيجينګ کی د زده کړی په وخت کی د تيان ان من په ميدان کي د ملی بيرغ د پور ته کولو په مراسمو کي ګډون وکړي او لوی ديوال به وګوري .

څرنګه چه د شينجيانګ زده کوونکي په سندرو او نڅاو کی تکړه دي ، نو ټول ٢٢ تنه ويغوري زده کوونکی د موسيقې او نڅا په ټولګی کي شامل شوی دي ٠

د هه تيان د سيمې د ښوونی د رياست کارکوونکی خبريال ته وويل چه د شينجيانګ د انکشاف لپاره بايد نه يوازي ډول ډول بااستعداده کسان وروزل شي ، بلکي بايد د هيواد د نورو ځايونو له ګټورو تجربو څخه زده کړه وکړي . د بيجينګ د قومی کلتور او هنر ښوونځی د قومي اومسلکی ښوونې په برخه کي تفوق لری مثلا د قومي خوندورو خوارکونو د پخولو ، په هوټلونو کي د خدمت او اداره کولو او د فلمی او تلويزيونی هنر او د کارتون په شمول زيات ټولګي پرانستل شويدي ٠ په ٢٠٠٤ کال کی د نوموړي ښوونځي د فارغ شويو زده کوونکو د تحقيقاتو لمخې ددوي د استخدام ميزان په سلو کی ٩٧ ته رسيدلی دی ٠

د ملی اقلبتونو په سيمو کي د مسلکی ښوونی او روزنی د اصلاح او انکشاف د پياوړتيا په هکله په پيشنهاد کي چه د چين د قومي کميسيون او د ښوونې د وزرات لخوا وړاندي شوي ، ليکل شويدي چه د چين په لويديځو سيمو کی زيات ملي اقليتونه ميشته دي ، نو د دغو سيمو د ژر ودې او د ملي اقليتونو د خلکو د ژوند د

ښه والي دپاره بايد ډول ډول بااستعداده کارکوونکی وروزل شي او د کارکوونکو کيفيت بايد لوړ شي او مسلکی ښوونه دی پياوړي شي ٠

د بيجينګ د قومي کلتور او هنر د ښوونځی رئيس شيو دا نظر لری چه د شينجيانګ مسلکی ښوونه په عمده توګه د خپلو سيمو دپاره خدمت کوي ، خو په نوموړي ښوونځی کي د شينجانګ د زده کوونکو دپاره د ځانګړي ټولګی د جوړولو مقصد دا دی چه د خپلو سيمو نه پرته په هيواد او نړۍ کي ددوي د استعدادونو د ښودلو دپاره ښه زمينه برابره کړي ٠