د سين هوا اژانس د خبر له مخی، د هسپانيی صدراعظم جوس لويس زاپتيرو د سپتمبر په يوويشتمه نيټه په پارلمان کی اعلان وکړ چه په افغانستان کی د هسپانيی پنځه سوه عسکران چه اوس په دې هېواد کی په بشری چارو او د امنيتی ساتنی د انسانيت په کار بوخت دی، د اوکتوبر د دوولسی نيټی نه مخکی به خپل هېواد ته راستانه کړی. هغه وويل چه نوموړو عسکرانو د افغانستان د پارلمانی انتخاباتو د امنيت د تامين وظيفه تر سره کړيده او د سپتمبر په يووشتمه نيټه له دې هېواد څخه په ايستلو پيل کړيدی .
|