د چين دبين المللی راډيو دخبريال دخبر له مخی ، د پاکستان ولسمشر پرويز مشرف او صدراعظم شوکت عزيز په ٢١ نيټه په جلاجلا توګه د افغانستان د پارلمانی انتخاباتو د ښه ترسره کيدو له امله د افغانستان ولسمشر حامد کرزی ته د مبارکۍ پيغامونه مخابره کړل .
مشرف په خپل پيغام کی وويل چه نوموړی انتخابات د افغانستان په ديموکراتيک بهير کی ستر اهميت لری .
عزيز څرګنده کړه چه نوموړی انتخابات د افغانستان لپاره د ثبات او پرمختګ په لوری يو لوی ګام ګڼل کيږی .