

ګرانو اوريدونکو ! السلام عليکم ! اوس چين ته سفر پروګرام پيل کيږی ! ډير خوشحاله يو چه تاسی زمونږ نننی پروګرام اوری !
ګرانو دوستانو ! کله چه تاسی چين ته راځی هرومرو به چينی اصلی ډوډۍ او خوراکونه وخوری . خو که تاسی په چين کی د اوږدې مودې لپاره اوسيږی ښايی چه د خپل وطن ډوډۍ به هم وخوری ! خو خواشينی کيږی مه ځکه په بيجينګ ، شانګهای او نورو لويو ښارونو کی د خارجی خوراکونو د خرڅولو لپاره زيات رستورانونه موجود دی . په نننی پروګرام کی به تاسو ته په بيجينګ کی د ايتاليا د دوو رستورانونو په باب معلومات درکړو . هغه خارجی مسافرين چه غواړی په چين کی خارجی ډوډۍ وخوری ، نو په بيجينګ کی هم نوموړو رستورانونو ته تللی شی .
( اواز )
په نژديو کلونوکی د ايتاليا مشهور خواړه پيزا د چين په زياتو لويو ښارونو کی مشتريانو ته وړاندی کيږی . پيزا يعنی د ايتاليا نری ډوډی د زياتو چينايانو د کنجکاوی سبب شوی او زياتو هوښيارو سوداګرانو هم له دی څخه اقتصادی فرصت لاسته راوړی . نو ځکه دچين په زياتو منځنيو او لويو ښارونوکی د ايتاليا د خوراکونو ډير ځانګړی رستورانونه رامنځته شوی دی . حتی د بيجينګ ځينو رستورانونو ته د ايتاليا اشپزان هم راغوښتل شويدی .
مونږ به د بيجينګ له نوموړو رستورانونو څخه دوو کوچنيو رستورانونوته ولاړ شو . دغه دوه کوچنی رستورانونه خپل ځانګړيتوب لری په دی ډول په بيجينګ يی ډير
شهرت موندلی دی .
لومړی ، د بيجينګ د پوهنتونونو په سيمه کی د تافی په نامه يو رستوران موجود دی . دغه رستوران لوی نه دی خو روښانه او ارام دی چه په عمده توګه د ايتاليا خوراکونه پکی خرڅيږی او زياتره مشتريان يی په چين کی خارجی زده کوونکی دی . د جاپان زده کوونکی نجلۍ وهيګاشی چيهارو چه اوس د بيجينګ د خارجی ژبو په پوهنتون کی درس لولی د نوموړی رستوران دايمی مشتری ده . د هغې په نظر د دغه رستوران تفوق دا دی چه د خوراکونو قيمت يی ارزان دی .
( اواز )
نوموړی رستوران تل له مشتريانو څخه ډير ډک نه وی او کم هم نه وی يعنی ډيره ګڼه ګونه پکی نشته . نو ځکه د ډوډۍ د خوړلو لپاره ښه او ارام دی . برسيره پردی ، د دغه رستوران خدمات هم ښه دی او مشتريان يی خوښی حساسولی شی . که څه هم د بيجينګ په ختيځه برخه کی د ايتاليا د خوراکونو زيات رستورانونه شته مګر قيمت يی لوړ دی . خو د دغه رستوران د ډوډيو قيمت زما په نظر مناسب دی .
په هره غرمه کی د دغه رستوران سلف خوراکونه د خارجی زده کوونکو ډير خوښيږی او د يو تن لپاره يوازی ٢٩ ژن مين بی يونه يعنی تقريبأ ٤ امريکا ډالره په کار دی . ويلی شو چه دغه قيمت نسبتأ ارزانه دی .
د تافی د رستوران خاوند يو جاپانی دی چه يماباشی ميچيهيرو نوميږی . هغه وويل چه که څه هم هغه پخپله او هم يی اشپزان ايتاليايان نه دی ، خو هغوی د ايتاليا د خوراکونو په پخولو کی لوی لاس لری . نوموړی وويل
( اواز )
کله چه پخوا زه په جاپان کی وم د ايتاليا خوراکونه می جوړول . نو بايد ووايم چه زه نسبتأ ښه تجربه لرم . او د مشتريانو د اړتياوو د پوره کولو لپاره ډير کوششونه
کوم .
ګرانو اوريدونکو ! د نوموړی رستوران نه پرته د بيجينګ د چاو يانګ پارک ته نژدی د انی کوفی په نامه د ايتاليا د خوراکونو يو بل رستوران هم شته چه په دغه رستوران کی يوازی د ايتاليا ځانګړی ډوډۍ او خواړه خوړلی شی . دغه رستوران د سفارتونو سيمې ته نژدی دی نو ځکه زيات خارجيان په نوموړی ځای کی ډوډۍ خوری .
( اواز ) موزيک
ګرانو اوريدونکو ! په بيجينګ کی د اسلامی خوراکونو په شمول د بيلابيلو هيوادونو ځانګړی رستورانونه هم شته . کله چه تاسی بيجينګ ته سفر کوی دغو رستورانونو ته تللی او هلته ډوډۍ خوړلی شی . چين ستاسو د راتګ هرکلی کوی . خوشحاله اوسی !