<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-09-23 17:45:41    
مونږ له پښتو ژبې سره مينه لرو.

cri

ګرانو اورېدونکو، السلام عليکم! د سپتمبر د څوارلسمې نيټې د غرمې نه وروسته د پښتو ژبې شل تنه زده کوونکي چی په ٢٠٠٤ کال کی د چين د ډله ايزو اطلاعاتو پوهنتون ته داخلی شويدي، زمونږ د پښتو خپرونې څانګې ته راغلی ؤ او زمونږ له مشرانو، کارکوونکو او افغانی متخصيص عنايت الله رمز سره يی په صادقانه توګه خبرې اترې وکړې. د نوموړو خبرو اترو په بهير کی مونږ داسی معلومات تر لاسه کړل چی د چين د ډله ايزو اطلاعاتو پوهنتون ته د داخلېدو نه وروسته په يو کال کی نوموړو زده کوونکو په تدريجی توګه نه يوازی د پښتو له ژبې بلکه افغانستان سره مينه درلوده او په جلا جلا توګه يی د خپلو راتلونکو په هکله نظريات څرګند کړل. د هنر او کلتور په نننی پروګرام کی به تاسی د زده کړې په هکله د نوموړو زده کوونکو په نظريې واورئ.

( لومړی اواز)

مونږ د زړه له کومې غواړو چی د چين د بين المللی راډيو د پښتو له څانګې څخه کتنه وکړو او د پښتو ژبې د خپرونې د څانګې د کارونو په هکله څه معلومات تر لاسه کړو، له دې امله نن ورځ دلته راغلی يو.

لومړی، د پښتو ټولګي مشر د نورو نولسو زده کوونکو په نمايده ګۍ د چين بين المللی راډيو ته د دغه سفر هدف څرګند کړ. له پښتو ژبې او خپرونې سره د خاصې علاقې له امله دوی زمونږ د خپرونې څانګې ته راغلي دي. د خبرو اترو په ترڅ کی مونږ داسی معلومات تر لاسه کړل چی د يو کال نه مخکی د پښتو په ټولګي کی د

شاملېدو علتونه بيلابيل ؤ. ځينی د افغانستان له تاريخ او راتلونکي سره علاقه درلوده، ځينی په څو ساحو کی د اړتيا له امله د پښتو په ټولګي کی شامل شويدی او ځينی په تصادفی توګه پښتو ټولګي ته داخل شويدی. د ګوانګ شی له ولايت څخه راغلی نجلی سو هانګ وويل

(دوهم اواز)

مخکی ما د پښتو ژبې زده کړه نه وه غوره کړی، نو له دې کار څخه ډير حيرانه شوم او هم دومره خوښه نه وم چی د پښتو په ټولګی کی شامله شوی يم. خو د يو کال زده کړې نه وروسته ما د پښتو ژبې په هکله زيات معلومات تر لاسه کړی او له دغې ژبې سره می مينه او علاقه زياته شويده. د نننی کتنې نه وروسته ما فيصله وکړه چی په جدی توګه د پښتو ژبې زده کړې ته دوام ورکړم.

يو کال دمخه اکثرو زده کوونکو د پښتو ژبه نه پېژندله او حتی ځينو دا نظر درلود چی د پښتو ژبه د ايران رسمی ژبه ده. خو اوس دوی نه يوازی له پښتو ژبې سره علاقه لری، بلکه د افغانستان په هکله هراړخيز معلومات غواړي. په دې هکله د شينګ جيانګ د خودمختارې سيمې څخه راغلی نجلی ليو هنګ وويل

(دريم اواز)

شک نه شته چی که څه هم د افغانستان اوسنی اوضاع لاهم ناثابته ده، خو د دغې ژبې د زده کړې له امله مونږ ټول غواړو چی افغانستان ته لاړ شو او د دغه هېواد په هکله زيات معلومات تر لاسه کړو.

د زده کړې د ستونزو د يادونې په وخت کی زده کوونکي په دې پوه شوی دي چی د پښتو ژبې ګرامر تر نورو ژبو نه دومره اسان نه دی. دوی دا نظر لری چی د پښتو

ژبې ګرامر د انګليسی ژبې په پرتله ډير پيچلی دی، د ليکلو په ساحه کی د چينی ژبې په نسبت خپله ځانګړتيا لری. علاوه پر دې، دوی ډير لږ هغه کتابونه لری يا کتلی دي چی په پښتو ژبې ليکل شويدي.

د خپلی راتلونکي د يادونې په وخت کی اکثرو زده کوونکو دا څرګنده کړه چی دوی به پښتو ژبه ښه زده کړي او په راتلونکی ژوند کی به ورڅخه پراخه او هراړخيزه ګټه واخلی. يوې زده کوونکې داسی وويل

( څلورم اواز)

اوس لومړی زه بايد په جدی توګه پښتو ژبه زده کړم، تر څو په راتلونکی کی ور څخه استفاده وکړای شم. زه باور لرم چی له درو کالو نه وروسته به زه يو ډير ښه کار پيدا کړم.

ګرانو اورېدونکو، همدا اوس مو د چين د ډله ايزو اطلاعاتو د پوهنتون په اړه د پښتو ژبې د ټولګي د زده کوونکو په هکله څه معلومات واورېدل. د درو کالو نه وروسته به له دوی څخه ځينی کسان زمونږ د پښتو د خپرونې په څانګه کی شامل شی او ستاسو دپاره به خدمتونه تر سره کړي، نو زه هيله لرم چی تاسی د پښتو ژبې مينه والو زده کوونکو سره مرسته وکړئ چی د دوی دپاره د پښتو ژبې د زده کړې ځينی تجربې يا د پښتو ژبې کتابونه برابر کړئ. البته که چيری تاسی غواړی چی زمونږ له لارې د دوی په هکله زيات معلومات تر لاسه کړئ يا له دوی سره تماس ونيسئ، نو مونږ ته ليکونه ولېږی. ستاستو د نننی پروګرام د اورېدو له امله مننه کوو. هيله ده چی پروګرام مو خوښ شوی وی. ستاسو د روغتيا په هيله!