د سين هوااژانس د خبر له مخی : د امريکی د ملی دفاع د وزارت مرستيال پيتر رودمان چه د بين المللی امنيت د چارو مسئول دی ، د سپتمبر په دوه ويشتمه نيټه وويل چه د امريکی په مشرۍ ګډ فوځونه به په افغانستان کی نظامی عملياتو ته دوام ورکړي ٠
رودمان وويل څرنګه چه د افغانستان فوځ د خپل هيواد د دفاع پوره طاقت نه لری ، نو ګډ فوځونه به په افغانستان کی څو کاله پاتی شي ، خو هغه له دې سره موافقه کوی چه ځينی هوايی بريدونه کم شي ٠
د افغانستان جمهوررئيس حامد کرزی د سپتمبر په شلمه نيټه د ګډو فوځونو څخه غوښتنه وکړه چه لوی نظامی عمليات پای ته ورسيوي او غير ضروری هوايی بريدونه کم کړي ٠