<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-09-24 17:05:38    
د څليرويشتو ساعتو د روغتيا پيژندنه

cri

د اړوندو طبي کارپوهانو په نظر په څلير ويشتو ساعتو کې د انسان د بدني تغييراتو پيژندنه د هر تن د کار ، زوه کړې ، استراحت او د ناروغيو د علاج له پاره ډيره ګټوره ده ٠ د ورځې په يوه بجه بدن د ابتدايي خوب مرحلي ته رسيږي او درد او کسالت احساسوي ، په دوو بجو په وجود کې زياتره جهازونه ورو ورو کار کوي ، خو جګر په چټکۍ سره چليږي ٠ په درو بجو ټول بدن د استراحت په حال کې دي ٠ په څلور بجو د وينو فشار نور هم ټيټيږي او دماغو ته د وينو د رسيدو اندازه ډيره کميږي او په دي وخت کې هغه ناروغان چه په سختو ناروغيو اخته دي ، احتمالأ له مرګ سره مخامخ دي ٠ په پنځو بجو د پاڅيدو نه وروسته ټول بدن له انرژۍ نه ټګ او فعال دي ٠ په شپږو بجو د وينو فشار لوړيږي او د زړه ټکان هم چټکيږي ٠ د دوو بجو په وخت کې د بدن مصؤنيت ډير قوي دي ، په اتو بجو له ځګر نه ټول زهرجن مواد وځي او په دي وخت کې د شراب څښل جګر ته ډير ضرر رسوي ٠ په نهو بجو زړه په پوره توګه کار کوي ٠ په لسو او يوولسو بجو ټول بدن له پوره انرژۍ څخه ډک دي ٠ په دوولسو بجو ټول وجود فعال دي ٠ په ديارلسو بجو جګر اد استراحت په حال کې دي او لږ څه ستړتياحس کوي ٠ په څوارلسو بجو د بدن عکس الهمال پڅ دي ٠ په يپنځلسو بجو د انسان د شامې او ذايقې احساس ډير تيز دي ٠ په شپاړسو بجو په وينو کې شوګر زياتيږي ٠ په اوولسو بجو د کار موثريت ډير لوړ دي ٠ په اتلسو بجو عصبي فعاليت سست دي ٠ په نولسو بجو د وينو فشار لوړيږي او احساسات ارام نه دي ٠ په شلو بجو د بدن وزن د نورو وختونو نه دروند دي ٠ په يوويشتو بجو عصبي فعاليت عادي دي ٠ په دوه ويشتو بجو په وينو کې سپينې ذرې زياتيږي او د بدن حرارت ټيټيږي ٠ په درويشتو بجو او څلير ويشتو بجو عضلې نرمې او خوب ته اړتيا پيدا کوي ٠ نو د روغتيا د ساتنې له پاره بايد د ورځې د څلير ويشتو ساعتو د بدن بيلا بيلو تغييراتو ته متوجه شي ٠

بله د توجه وړ خبره دا ده ټولو معلومه ده چه ميوي د خلکو د روغتيا د ساتنې له پاره ګټورې دي ٠ په دي کې د نورو ميوو په نسبت مڼې د روغتيا له پاره ډيره فائده لري ٠ يو انګليزې متل دي چه وايي څوک چه هره ورځ يوه مڼه خوري ، ډاکتر ته به نه ځي ٠ که څه هم د ځينو کسانو په نظر دا ادعا بي اساسه ده ، مګر اړوندو طبي کارپوهانو په دي وروستيو کلونو کې ددي ادعا تصديق کړي دي چه د لندن د سان جارج روغتون ډاکترانو د پنځو کالو د څيړنو نه وروسته کشف کړي چه د هغو کسانو سږي چه هره هفته پنځه دانې مڼې خوري ، د نورو هغو کسانو په نسبت چه بيحي مڼه نه خوري ، يو سلو اته ديرش ميليمتره لوي دي ٠ د دوي په نظر په مڼه کې يو ډول ماده پيدا کيږي چه د هوا د ککړتيا څخه د سږي د خلاصولو له پاره ډيره فائده لري ٠ پرته د مڼې نه په پياز ، چاي او سرو شرابو کې هم دغه ډول ماده شته ٠ بله د توجه وړ مسئله دا ده چه په دوبي کې او د نړۍ په په زياترو سيمو کې هوا ډيره سخته توده ده ٠ نو په دي فصل کې د خپلې روغتيا او سلامتيا د ساتلو له پاره بايد ځيني تجويزونه هم په ياد کې ولرۍ ٠ لومړي دا چه په سوزونکي دوبي کې د کار يا ورزش له امله د بدن اوبه او رطوبت مصرفيږي ٠ نو بايد هره ورځ لز تر لزه يو نيم ليتر اوبه وڅښي ٠ مګر اوبه هم بايد د خپل عمر ، د هوا د ګرموالي او يا د ورزش سختوالي سره سم په ټاکلي اندازه وڅښي ٠ په دي هکله ښه به دا وي چه د تندې د لګيدو نه د مخه لږي اوبه وڅښي ٠ دوهم بايد په دوبي کې زيات کبان وخوري ، ځکه چه په کبانو کې پروتين، اوسپنه او فلسفر وجود لري ( خو کلسترول پکې کم دي ٠ دغه راز په دي فصل کې بايد زياتې ميوې ، سلزي ، بادرنګ او سماروغ وخوري ٠ بر سيره پر دي دا هم بايد وويل شي چه ډير رومي بانجن وخوري ځکه رومي بانجن د زړه د ناروغۍ د وقايي له پاره ډيره ګټه لري ٠