<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-09-24 17:33:40    
د تبت مسلکی پوهنه

cri

د چين د جنوب لويديځی برخی د تبت په خود مختاری سيمی کی که څه هم د عصری پوهنی انکشافی وخت لند دی،مګر سرعت يی چټک دی .په نژديو کلونو کی تبت د نهه کلنی اجباری ښوونی او روزنی دترويج په عين وخت کی په مثبته توګه د استخدام په هدف مسلکی پوهنی ته انکشاف ور کړی دی .په نننی پروګرام کی به مونږ په تبت کی د مسلکی پوهنی په باب معلومات تاسو ته وړاندی کړو .

١٨ کلن بيان با جو ګا د تبت د شان نان ګونګ ګا د ولسوالی په اړه د ځی ده شيو په علاقه داری کی اوسيږی .په هره اوونۍ کی له دوشنبی نه تر جمعی پوری سهار په اته نيمو بجو هغه د ځی ده شيو په نامه د پيش بند د ګنډلو فابريکی ته چی له کور نه يی ليری نه ده ځی او له نورو شل ګونو کارکوونکو سره يوځای په کارونو پيل کوی .

دځی ده شيو په علاقه داری کی د پيش بندونو توليدد زر کلن تاريخ لری .په دغه علاقه داری کی کورنی ورکشاپونه زيات دی او تخنيکی کارکوونکی يی هم زيات دی مګر د جو ګا په شان تخنيکی کارکوونکی چی له نهم ټولګی نه فارغ شوی ده ،لږ دی .هغی وويل چی ما مسلکی پوهه تر لاسه کړی ده او زما په شان ځوانان چی مسلکی پوه لری اوس په اسانه توګه ګار پيدا کيدای شی .

د تبت د شان نان په سيمی کی د جو ګا په شان زده کوونکی چی ملسکی پوهه تر لاسه کړی ده ،ورځ په ورځ زياتيږی .ځينی يی د توشکونو،پيش بندونو او بالښتونو جوړول زده کوی او ځينی يی د بودايی مجسمو انځورول زده کوی .د شان نان د پوهنی او سپورت د رياست مسئول ښاغلی دا وا نظر لری چی هغه زده کوونکی چی د تبت د خپل قوم د عنعنوی شيانود جوړولو دپاره يی مسلکی پوه تر لاسه کړی ،د تبت د قومی کلتورد ساتلو او انکشاف دپاره مثبت رول لوبولی دی .

دا وا وويل چی اوس د شان نان د سيمی په مسلکی پوهنی کی خپل بشپړ سيستم جوړ شوی دی او په مختلفو منځنيو مکتبونو کی په هره اړخيزه توګه د اساسی پوهنی په منځ کی مسلکی پوهنه تر سره کيږی.له ١٩٩٣ کال نه تر اوسه پوری د هغو زده کوونکو شمير چی د شان نان سيمی د مختلفو مسلکی منځنيو ښوونځيو د اودلو له ټولګی نه فارغ شوی ،څه د پاسه پنځه سوو تنو ته ورسيداو د عنعنوی انځورولو له ټولګی نه د فارغ شويو زده کوونکو شمير دری سوو تنو ته رسيدلی دی .د تبت د مرکز لاساد غاليو داوبدلو په يوی مشهوری فابريکی کی تقريبأ ٨٠ تنه کارکوونکی د شان نان د سيمی د مختلفو منځنيو ښوونځيو د اودلو له ټولګی نه فارغ شوی دی .د تبتيانو د نويو ودانی د جوړولو په ترڅ کی زيات انځورونه استعماليږی .نو په دی وجه هغه تخنيکی زده کوونکی چی تر روزنی لاندی و د هر کلی وړ دی .اوس ځينو زده کوونکو خپل شرکتونه جوړ کړی اوښی اقتصادی ګټی تر لاسه کوی.

خبريال د مرکی له بهير نه خبر اخيستی دی چی اوس د تبت په نورو سيمو کی مسلکی پوهنی هم د شان نان د سيمی په شان انکشاف موندلی دی او د محلی سيمی ځانګړی او کلتوری امتيازونه لری او د استخدام دپاره يی ځينی کورسونه جوړ کړی دی .

د تبت د خودمختاری سيمی د پوهنی د رياست په اړه د مسلکی پوهنی د څانګی مسئول دنګ ګوانګ شينګ دی ته اشاره وکړه چی پخوا اساسی پوهنه د تبت د انکشاف مهم ټکی و .د نژديو کلونو نه راهيسی د اساسی پوهنی د ثابت انکشاف له امله تبت ورځ په ورځ مسلکی پوهنی ته په درنه سترګه ګوری او د نوموړی پوهنی د ودی دپاره اچول شوی پانګی هم کال په کال زياتيږی .هغه وويل چی د تبت د منځنی درجی د مسلکی پوهنی د انکشاف څخه د ملاتړ دپاره له ٢٠٠٥ کال نه تر ٢٠٠٨ کاله پوری به د چين د مرکزی او محلی حکومتونه به د ٢٤٠ مليونو ژن مين بی يونو په اندازه پيسی واچوی تر څو د ښوونځيو شرايط بشپړاوښه شی او هغه هدف چی هر کال ٢٥ زره زده کوونکی به په مسلکی مکتبونو کی ومنی ،تر سره شی او د تبت قومی کلتور او اقتصادی انکشاف پرمخ ولاړ شی .