د چين دبين المللی راډيو د خبريال د خبر له مخی ، د بيجينګ د اولمپيک د سپورتی لوبو انتظامی کميټې د سپټمبر په ٢٤ مه نيټه په بيجينګ کی د ٢٠٠٨ کال د اولمپيک د زرغونو لوبو په باب علامه او نښه اعلانه کړه .
دنوموړی نښی تصوير د يوی ونی له شنی پاسنی برخی او د انسان په شکل د ونی څخه جوړشوی غټه او جګه ونه ده چه د انسان او طبيعت سره د هماهنګی او يوځايښت نمايندګی کوی او د طبيعت دوامدار انکشاف ښکاره شوی دی .
د اولمپيک زرغونی سپورتی لوبی د ٢٠٠٨ کال لپاره د بيجينګ د اولمپيک د سپورتی لوبو د پرځای کولو له درو مهمو مفکورو څخه شميرل کيږی ، په بل عبارت چين به د چاپيريال ، منابعو او ايکولوژيکی برابرۍ د ساتلو په شمول د دوامدار انکشاف د مفکوری په رڼا کی د اولمپيک سپورتی لوبی جوړکړی .