<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-09-25 17:26:16    
ناپولي د ايتاليې د پيزا ډوډۍ اصلي ځاي

cri

د چين د دروازې د خلاصيدو سره سم بهرنيو هيوادونو په چين کي زياتې تصدۍ جوړې کړيدي ، علاوه پردې د بهرنيو هيوادونه خوارکونه هم چين ته راغلي دي . مثلا د امريکي د مايدالاو فوري غذا ، د جاپان ، برازيل ، فرانسې ، اسلامي هيوادونو رستورانونه هم يو د بل پسې د چين په بيلا بيلو ځايونو کي جوړ شويدي . که چيري په چين کي له چا څخه پوښتنه وکړي چه د ايتاليې د پيزا کيک اصلي ځاي کوم دی ؟ په سلو کي نوي کسان داسي ځواب ورکوي چه د ايتاليې د پيزا کيک اصلي ځاي هغه ښار دی چه مشهور ښوييدلی برج لري . د يادونې وړ خبره خو دا ده چه د نوموړي ښار نوم په ايتاليوي ژبه کي پيسا نوميږي ، خو د ايتاليې د مشهورې کيک نوم پيزا ليکل کيږي ، مګر متاسفانه په چيني ژبه دغه دواړه ترجمه شوي نومونه يو شان دی . نو زياتره چينايان په غلطه توګه دا نظر لري چه د پيزا کيک لومړي د پيسا په ښار کي شهرت موندلی دی . خو په حقيقت کي د ايتاليې د ناپولي ښار د نوموړي کيک اصلي ځاي دی . د دغو دواړو نومونه په ايتالوي ژبه کي بيخي توپير لري چه د ليک نوم د پي ايي زي زي اې ، خو د ښار نوم د پي ايې ايس اې څخه جوړيږي .

ناپولي داسي ښکلي بندر دی چه درې خواوې يي غرونه دي او په ايتاليه کي يوازي د روم او ميلان نه دريم لوي ښار دی . شپږ سوه کاله د قبل الميلاد نه د يونان د کوميې په نامه د مستعمرې پناه وړونکو د اوسني ناپولي له لويديځ نه په شلو کيلومترۍ کي د پارتينوپې په نوم ځاي کي جوړ کړ او ددې ځاي نوم يي نياپوليس

ونوماوه چه په يونايي ژبه کي نا د نوي او پوليس د ښار مانا لري په بل عبارت د پارتينوپې په نسبت دغه ځاي نوی ښار بلل کيده . تر اوسه پوري دغه ښار دوه زره شپږ سوه کاله تاريخ لري او بالکل يو لرغونی ښار دی . د قبل الميلاد نه په څلورمه پيړۍ کي روميانو دغه ښار ونيوه او د يوناني نوم ناپوليس يي په ناپلس املا وکړه .

اوس په انګليسي او فرانسوي ژبه کي ددې ښار نوم د لاتينې ژبې لمخې املا کيږي .

ناپولي اوس د ايتاليي په جنوب کي يو مهم صنعتي او تجارتي مرکز دی او د نفتو ، کيميا ، الوتکو ، موټرونو ، منسوجاتو او څرمن د توليدولو او چمتو کولو

زياتې فابريکې پکي موجودې دي . پرته له دي نه د ناپولي ښکلي طبيعي منظرې او تاريخي ځايونه او اقليمي ښيګڼې زيات بهرني سياحان راجلبوي . دلته د ناپولي خليج په غاړه اوږدې لارې ، لرغوني کلاګانې ، د اوپرا مشهور تياتر ، جګ اور غوځونکي غرونه ، ښکلي ټاپوګان ، د پانپي د لرغوني ښار بقاياوي او زړه راجلبونکي ساحلي منظرې ليدل کيږي چه دغه توريستي ښار اوس هر کال دوه نيم مليونه داخلي او بهرني سياحان مني . حتي په ايتاليه ي داسي اصطلاح شته چه وايي که څوک ناپولي ته خپل سفر تر سره کړي ، نو دده دپاره مرګ د تاسف وړ نه وي . د ناپولي د يادونې په وخت کي حتما د پيزا ډوډی ياديږي . د افسانې لمخې دغه ډوله ډوډۍ د روم په وخت کي رامنځته شوه او په هغه وخت کي دغه ډوډۍ ډيره ساده وه ، د ځينو کسانو په قول دغه ډوله ډوډۍ د ماکوپولو لخوا له چين څخه ايتاليې ته يووړله شوه . اوس د پيزا په ډوډۍ باندي سوربانجن يا کبان او يا نور شيان هم اچول کيږي چه ډولونه يي له لسو نه زيات دي . د احصايي لمخې اوس په ټوله ايتاليه کي په درويشتو زرو رستورانونو کي د پيزا ډوډۍ خرڅيږي ، خو په ناپولي کي د براندي په نامه رستوران د پيزا ډوډۍ د لومړني رستوان په نامه ياديږي.