<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-09-25 17:42:53    
شوری ( ١ )

cri

اوس مونږ دواړه مجلسونه ( ولسی جرګه او مشرانو جرګه ) شوری بولو پخوا يوازی ولسی جرګه د ملی شوری په نامه ياديده او مشرانو جرګې ته مو اعيان ويلی . د اعيانو په مجلس کی د ملت انتخاب څه برخه نه درلوده او ټول اعضا ء يی انتصابی و . د اساسی قانون نوم هم اصول اساسی و چه تطبيقی جنبه يی ډيره خواره وه . هغه حقونه او صلاحيتونه چه اوس اساسی قانون ، شوری او مخصوصبأ ولسی جرګې ته ورکړی دی اصول اساسی شوری او اعيان ته نه و ورکړی .

هغه وخت د ملی شوری او د اعيانو رئيسان د وزيرانو په مجلس کی په ښکاره شامل و او د کابينې د غړيتوب افتخار يی درلود . حکومت هغه وخت د يوه رسم په حيث هم د ملت د نمايندګانو اعتماد ته څه حاجت نه درلود د بلکه وکيلانو به شوری ته د حکومت له خوا اعتماد نامه يا اعتبار نامه راوړله او د شوری غړو به د اصول اساسی په موجب د حکومت په نسبت د صداقت او وفادارۍ لوړه کوله .

لنډه دا چه حکومت د دغسی شوری خاوند و او په همدې معنی ورته پارلمانی حکومت ويل کيده چه پارلمان يی په لاس کی و ، بلکه يو جز يی و .

د دغسی پارلمان لرلو افتخار مونږ ته له ١٣١٠ هش څخه حاصل دی چه اوس يی عمر له څلويښتو کالو نه اوړی ږ

وايی چه وږی ته سږی هم غوښه وی ، ځکه مونږ په دغسی شوری هم شکرونه ايستل او لويه عطيه مو ګڼله .

کله چه نوی اساسی قانون منځ ته راغی نو په ١٣٤٤ هش کی دنوو ايجاباتو له مخی نوی شوری منځ ته راغله چه له پخوانی شوری نه يی د کم و کيف په لحاظ ډير فرق وموند حتی چه هويت او ماهيت يی تغير وخوړ او جنس يی بدل شو .

که سړی محض نامه ته ونګوری نو دا شوری او هغه شوری په پوه چوب خط کی نشی راتلی او د دی پرځای چه دغه دوه روستی تقنينی دوری دولسمه او ديارلسمه وبولو بايد لومړی او دوهمه دوره ورته ووايو او نوی شروع يی وګڼو . اوسنی شوری چه يوه دوره يی تيره شوه او بله يی نيمايی ته ورسيده بلاتشبيه لکه می عيب او هنر دواړه لری .

کوم وظايف او صلاخيتونه چه اساسی قانون شوری ته ورکړی دی تر اوسه ترينه شوری صحيح او کامله استفاده نه ده کړی او حکومتونو يی هم ښه هرکلی نه دی کړی .

اوسنی حکومت چه له بيرو حکومتو څخه په اساسی قانون زيات معتقد معلوميږی او د قانون شکنی الزام لاپری نه دی لګول شوی بيا هم د حکومت په ترکيب باندی د اساسی قانون له مخی قانونی اعتراض وارد دی .

هغه وخت چه دغه حکومت د تشکل په حال کی و او د دی نوی شعر لومړنی مطلع معلومه شوه د نظر خاوندانو ته دا پته ولګيده چه د اساسی قانون حقوقی ارزښت څومره دی ؟ همدغه وخت د ځينو علاقمندانو علاقه کمه شوه او د اميد سترګې ليچنې شوې . اساسی قانون که په عمل کی هر څنګه وی په نظر کی ځو محترم دی او که په نظر هم نه وی په وينا کی خو مقدسه ملی وثيقه ده او د اصلباحاتو غوښونکی ورسره قلبی او روحی علاقه لری .

......