<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-09-25 18:27:18    
پاکستان او هند د سرحدی امنيت د چارو په هکله سره خبری اتری وکړې

cri

د چين د بين المللی راډيو د خبريال د خبر له مخی ،د پاکستان او هند د سرحدی دفاعی چارو مسئولو مامورينو د سپټمبر په ٢٤ نيټه د پاکستان په سرحدی ښار کوکراپار کی د سرحدی امنيت د چارو په هکله سره خبری اتری وکړې او د قاچاق او په غير قانونی توګه له سرحداتو نه د تيريدو د اعمالو سره د مخالفت ، د نشه يی موادو د له منځه وړلو ، په ګډه سره د ګزمه وهلو او يو بل ته د بنديانو د سپارلو په شمول د يو لړ موضوعاتو په هکله يی د تفاهم يو يادداشت لاسليک کړ .

د خبر له مخی ، دواړه خواوی به په ٢٦ نيټه په هند کی د پاکستان له لاهور او نانکانا صحيب څخه د هند د امريتسار تر ښاره پوری د دوو عمومی سړکونو د پرانستلو په باره کی هم سره مشوره وکړی .