<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-09-26 17:03:02    
د شينجيانګ دتورفان د ښار په باب معلومات

cri

د شينجيانګ د تورفان ښار په چين حتی په نړۍ کی ډېر نامتو توريستی ښار بلل کيږی چه پکی ډېر زيات تاريخی او کلتوری ميراثونه او رنګارنګ دودونه شته .نوموړی ځای په لس ګونه منظره لرونکی ځايونه لری چه نومونه يی د انګورو دره ،د اور غر او نور. په دوه زره څلورم کال کی دکورنيو او خارجی سيلانيانو شمېر چه توروفان ته سفر کړی، څه دپاسه دری مليونو تنو ته رسيدلی دی او دا شمېر تقريبا د هغو سيلانيانو د عمومی شمېر يو پر څلورمه برخه نيسی چه شينجيانګ ته يی سفر کړی دی . نو د تورفان ښار د شينجيانګ د ډېر ښه توريستی ځای په توګه بلل کيږی.

د تورفان ښار د تورفان په کاسه کی کی واقع دی. دغه ځای په چين کی تر ټولو ډېری ټيټی ځمکی لری، مګر د تودخی درجه يی تر ټولو لوړه ده ، نو ځکه د اور د ځای په نامه بلل کيږی. د خاص اقليم له امله په دې ځای کی بيلا بيلو ډولونه انګور توليديږی او دغه ښار د انګورو مشهور ښار دی. د معلوماتو له مخی، انګور د تورفان نښه او روح دی. په وچ تورفان کی اوبه کمی نه دی،ځکه چه اوبه د اوبو په شکل نشته او د انګور په توګه سته.

اوس په شينجيانګ کی د انګورو توليدی مساحت يو مليون څلور لکو هکتارو ته رسيږی او په تورفان کی څلور لکه هکتاره ځمکو کی انګور حاملات ورکوی . په تورفان کی نه يوازی د انګورو توليدی اندازه په چين کی نه يوازی لومړی ځای نيسی بلکی د انګورو کيفيت يی په نړۍ کی هم لومړی ځای نيسی.

دتورفان د اور په غره کی د انګورو يوه دره شته کوم چه ډېره ښه منظره لری. د دې شيار عمومی اوږدوالی اته کيلو متره او پلنوالی يی دوه کيلو متره دی .

د اور په غره کی هواً ډېره توده ده او هېڅ بوټی او واښه نه ليدل کيږی، مګر د انګورو په دره کی اوبه بهيږی او اقليم يی سوړ دی. د دری په غاړو کی د نړۍ تر ټولو خواږه انګور توليديږی. د انګورو دغه دره لکه يو خوږ سيند دی.

اوس د انګورو د دری د سعاتيری پارک د توريستانو لپاره، د مالونو د اخيستلو او د ساعتيری په شمول يو توريستی ځای ګرځيدلی دی.

د اور غره د تورفان د کاسی په شمالی سرحد کی واقع دی . اوږدوالی يی اته نوی کيلومتره ، پلنوالی يی نه کيلو متره او معمولی لوړوالی يی پنځه سوه متره دی .دغه غړه د سرو صخرو څخه جوړ شوی دی او داسی لکه يو سور ستر اژدها د تورفان د کاسی په شمالی سرحد کی پروت دی ، په لرغونو کتابونو کی دغه غره د سور غره په توګه بلل کيږی.

د اور غره په چين کی تر ټولو تود ځای دی او پکی هېڅ بوټی او واښه نه ليدل کيږی. په دوبی کی يی د د تودوخی درجه اوه څلويښت درجو ته رسيږی او د ځمکی حرارت يی د اويا درجو نه اوړی.

د دې غره په باندی يوه ډبرينه نښه شته چه پکی د اور غره ليکل شوی دی. په وروستيو کلونو کی د اور د غره موزيوم هم جوړ شوی دی چه پکی د دې غره په باب قصی ثبت شويدی.