<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-09-26 17:54:55    
د تنظينميدو په اثر د تاليمو سيندد دواړو غاړو شنی او أبادی شوی دی

cri

ګرانو اوريدونکو،د نننی پروګرام په چينی اقتصاد کی به مونږ د تنظينميدو په اثر د تاليمو سيند په باب تاسو ته معلومات وړاندی کړو .(اواز...................)

ګرانو اوريدونکو ،د تاليمو سيند دچين د سينجانګ د ويعوری قوم په خود مختاری سيمی کی واقع دی او د هيواد په دننه کی د لومړی لوی سيند په توګه عمومی اوږدوالی له يو زرو دريو سوو کيلو ميترو نه زيات دی او د سينجانګ دوه پر دريمه برخه خاوره کی چی د بهيدو عمومی مساحت يی ١ مليونه ٢٠ زره مربع کيلو متره دی ،بهيږی .او په نوموړی خاوری کی د سينجانګ نيم نفوس اوسيږی .د تالموسيند د مور سيند په توګه د سينجانګ د بيلا بيلو قومونو د خلکو له خوا ګنل کيږی .د نوموړی سيند د بهيدو په سيمه کی د وريښمو د لرغونی لاری ،د ليو ليان لرغونی ښار او د کيوز کلتور په شمول کی لرغونی تمدنونه رامنځته شوی و.مګر د تيری پيړۍ د ٥ لسيزی له پيل نه د تالمو سيند او د دی بهيدو د سيمی ايکلوژيکی چاپيريال ورځ په ورځ خراب شوی دی .د سينجانګ د تالمو سيندد اداری رياست مسئول جو شيانګ مين وويل چی (اواز....................) د نفوس د زياتوالی او د اجتماعی او اقتصادی انکشاف او د اوبو د زياتی ګټی اخيستنی له امله د تالمو سيند د اوبو شمير په پر له پسی توګه کم شوی دی او د وروستی برخی ايکلوژيکی چاپيريال هم په پر په پسی توګه خراب شوی دی .

ښاغلی جو وويل چی د ١٩٧٢ کال نه راهيسی د تالمو سيند د وروستی برخی د ٣٦٠ کلو ميترو په اوږدوالی د سيند لاره په دايمی توګه د ايکلوژيکی چاپيريال د بدلون له امله قطه شوی ده او د وروستی برخی له ځمکو لاندی د اوبو سطحه په پر له پسی توګه ټيټ شوی ده.د تالمو سيندد دواړو غاړو څنارونه په پراخه توګه وچ شوی دی چی په وروستی برخی کی يی د ٥ لسيزی له ٨ سوو زرو اهکارو نه سلو زرو اهکارو ته کم شوی دی چی په دی اثر ځمکی صحر شوی او هوا ناوړه ده .

د چين مرکزی حکومت د تالمو سيند د ايکلوژيکی چاپيريال مسئلی ته پاملرنه اړولی ده .د ٢٠٠١ کال د جون په مياشت کی د چين د دولت شورا د تالمو سيندد ايکلوژيکی چاپيريال د تنظيميدو نقشه منظوره کړی ده او د نوموړی نقسی د عملی کولو دپاره يی د ١ ملياردو پيسی اچولی دی تر څو تر ٢٠٠٦ کال پوری په ابتدايی توګه د تالمو سيند د ايکلو ژيکی چاپيريال د خرابيدو حالت ښه والی ومومی .ښاغلی جو خبريال ته وويل (اواز.............)د نوموړی نقشی د عملی کولو نه وروسته به د تالمو سيند له عمدی لاری نه د راغلو اوبو شمير څلورو ملياردو شپږ سوو پنځوس مليونو مکعب مترو ته ورسيږی او عمده لاره به قطه شويو سيمو ته د دريوو سوو پنځوس مليونو مکعب مترو په اندازه اوبه ور کړی چی په دی اثر د تالمو سيند د عمدی لاری په دواړو غاړو کی د ٢٠ مليونو اهکارو په اندازه نباتات به په موثره توګه ساتل شی او د نوموړی سيند د وروستی برخی ايکلوژيکی چاپيريال به په ابتدايی توګه ښه والی ومومی .

د تالمو سيندد ايکلوژيکی چاپيريال د تنظيميدو نقشی د عملی کيدو د ٤ کلونو نه راهيسی په عمدی لاری او فرعی لاری کی د يو زرو دريوو سوو کلو مترو په اوږدوالی د نفوذ کولو د مخنيوی لاره او د اوبو د عمل ونقل دپاره د شپږو کلومترو په اوږدوالی لاره جوړه شوی ده او محلی حکومت په عاجله توګه د ٧ ځلی دپاره د بو سی تنګ په نامه له جهيل نه د تالمو سيند وروستی برخی ته اوبه ور کړی ده او په عين وخت کی يی د بهيدو سيمدو د اوبو د شمير د تنظيميدو دپاره د قوماندانی مرکز او د څارنی سيستم په پراخه توګه جوړ شوی دی .

د تنظيميدو نه وروسته د تالمو سينداو د بهيدو سيمی ايکلوژيکی چاپريال ښه والی موندلی دی .اوس د تالمو سيند په دواړو غاړو کی نباتات شنی او أبادی شوی دی .

ګرانو اوريدونکو ،زمونږ ننی پروګرام پای ته ورسيد او خوشحاله اوسی .