

ګرانو اوريدونکو ، د پروګرام په دی برخه کی به د چين د قيمتی ټاپو - تايوان په باب د معلوماتی مسابقی په اړه دوهم مضمون کی د تايوان د 1مسئلی د حل وفصل په هکله د چين دحکومت د اساسی پاليسی او ددی مسئلی د حل او د هيواد د وحدت د ترسره کولو لپاره د چين د حکومت د هلوځلو په باره کی څه معلومات تاسو ته وړاندی کړو
دغه أواز چه اوس ستاسو غوږونو ته رسيږی ، دتير مارچ په مياشت کی د تايوان د مسئلی د حل په هکله د چين د دولت د رييس هو جين تاو د ثيت شوی وينا يوه برخه وه . هغه وويل چه د يوه چين د پيژندنی د اصل سره سم د تايوان د هر شخصيت او هر سياسی ګوند د هلوځلو هرکلی کوو او حاضر يو ( چه له هر هغه چا او ګوند سره چه نوموړی اصل منی او پروا نه لری چه دوی په کومی ډلی او ګوند پوری اړه لری ، پخوا يی څه ويل ؤ يا يی کړی ؤ ،) د دواړو غاړو د روابطو او د هيواد د سوله ايز وحدت د بهير د پرمخبيولو په هکله د نظرياتو تبادله وکړو .
(په ١٩٤٩ کال کی د چين د ولسی جمهوريت د جوړيدو راهيسی د چين حکومت تل د هيواد د پوره وحدت او يووالی د ترسره کولو په هڅه کی دی .) سوله ايز وحدت او د يوه هيواد دوو اجتماعی نظامونو موجوديت د تايوان د مسئلی د حل په باب د چين د حکومت اساسی پاليسی ده . ددی پاليسی له مخی ، مونږ به په کوښښ سره د دواړو غاړو ترمنځ وحدت د سوله ايزو خبرواترو له لاری سر ته
ورسوو او دهيواد د پوره يووالی نه وروسته به د هيواد د اصلی وجود په حيث د چين لويه وچه پر سوسيالستی نظام باندی ټينګار وکړی او په تايوان کی به موجود کاپيتاليستی نظام د اوږدی مودی لپاره په خپل حال پاتی شی .
د زياتو کلونو راهيسی د چين حکومت د دواړو غاړو د روابطو د پرمخبيولو په لاره کی مثبت ګامونه اخيستی دی . د احصايی له مخی ، په تيرو څه د پاسه لسو کالو کی د دواړو غاړو ترمنځ تجارتی حجم له ٤٠٠ ملياردو امريکايی ډالرو څخه اوښتی دی چه په دی جمله کی د تايوانی خوا مثبت بيلانس ٣٠٠ ملياردو ډالرو ته نژدی شوی دی . دغه راز د لويی وچی مقاماتو د کورنی غړو او خپلوانو د کتلو ، سفرونو او تجارتی فعاليتونو په برخو کی لويی وچی ته دتايوانی وطنوالو د راتګ لپاره په فعاله توګه مساعده زمينه او اسانتياوی هم برابری کړی او برابروی يی . تر اوسه پوری دهغو تايوانی اوسيدونکو شمير چه په لويه وچه کی کار او زده کړه کوی اواوسيږی ، څو لکو تنو ته رسيدلی دی .
امأ د تايوان مقاماتو په نوموړو برخو کی خپلی سيمی ته د لويی وچی د اوسيدونکو د ننوتلو لپاره ډير خنډونه اچولی دی . په ځانګړی ډول د وروستيو څو کلونو راهيسی په تايوان کی (د چين د ګوميندانګ ګوند د واکمنۍ د مقام د له لاسه ورکولو په څنګ کی په ټاپو کی د هيواد تجزيه غوښتونکی فعاليتونه په پر له پسی توګه زيات شوی او) واکمنانو له چين څخه د تايوان د جلاکولو په ناوړه مقصد د تايوان د خپلواکی غوښتونکی پاليسی چلولی او هغه حقيقت نه پيژنی چه تايوان د چين يوه برخه ده . په دی توګه د دواړو غاړو روابط اوس د خړپړتيا په حال کی پاتی دي .
سره له دی چه نوموړی وضعيت منځ ته راغلی ، خود چين حکومت لا هم د
سوله ايز وحدت د هدف د ترسره کولو لپاره هلی ځلی کوی . د دولت رييس هو جين تاو دتير مارچ د وينا په ترڅ کی څرګنده کړه
د لويی وچی لوری به په هيڅ وجه د هيواد د سوله ايز وحدت لپاره له خپلو هلوځلو څخه لاس وانه خلی . هر هغه کار چه د تايوانی وطن والو ته ګټی به ورسوی ، د دواړو غاړو ترمنځ د تبادلی د پرمخبيولو ، د تايوانی ابنا د سيمی د سولی د ساتلو او د هيواد د سوله ايز وحدت د بهير د ګړندی کولو لپاره به ګټور وی ، د لويی وچی لوری به دا چاری تر خپلی وسی پوری او په ښه شان سره ترسره کړی .
البته ، د تايوانی مقاماتو د مخ په زياتيدونکو تجزيه غوښتونکو اعمالو او د چين د وحدت په چارو کی د مداخلی لپاره د ځينو بهرنيو قواؤ د بدنيت په مقابل کی د چين حکومت هم څو څو واره په جدی توګه څرګنده کړه چه دملی وحدت د ساتلو لپاره د چين حکومت ژمنه نه کوی چه د تايوان د مسئلی د حل وفصل لپاره له زور څخه کار وانه خلی . رييس هو جين تاو په نوموړی وينا کی دغه ټينګ دريځ يو ځل بيا تاييدکړ او ويی ويل
د ملی حاکميت او د خاورو د بشپړتيا ساتل د چين په اصلی ګټو پوری اړه لری . د چين يو مليارد او دری سوه مليونه خلک به په هيڅ شان هر چا ته د چين حاکميت او د خاورو تماميت ته د تاوان د رسولو اجازه ورنه کړی . د هيواد د تجزيه کولو په ضد په دغه ستره اصولی موضوع کی به مونږ په هيڅ وجه په ټال ونه زنګيږو او له سازش څخه به کار وانه خلو .
د تير مارچ په مياشت د چين عالی مقتدر ارګان د هيواد د تجزيی په ضد قانون هم منظور کړ او په دی توګه د تايوان د مسئلی د حل په باب د چين د حکومت اساسی پاليسی او د تجزيی په ضد ټينګ عزم په قانونی شکل ټاکل
شوی دی .
ګرانو اوريدونکو اولوستونکو ، ددی مضمون په اړه دوی پوښتنی دا دی :
لومړی _ د تايوان د مسئلی د حل په باب د چين د حکومت اساسی پاليسی څه ده ؟
دوهم _ د روان کال د مارچ په مياشت کی د چين د عالی مقتدر ارګان لخوا يو مهم قانون منظور شواو نوم يی څه دی ؟