د چين د بين المللی راډيو د خبريال د خبر له مخی ، د پاکستان حکومتی اردو او ميليشاؤ د روانی مياشتی په ٢٦ نيټه د محماند په سيمه کی چه افغانستان ته نژدی واقع ده ، زياته اندازه نظامی مهماتونه او وسلی وموندلی .
د خبر له مخی ، نوموړی نظامی مهماتونه د کازينا کلی په يوه کور کی چه د افغانستان له سرحداتو څخه شپږ کيلومتره لری ، کشف شوی دی چه په هغو کی څلور سوه توغندی ، دری سوه پنځوس هاوانونه ، اته صندوقه مينونه ، د تانک په ضد دری مينونه او دوه څلويښت صندوقه ګولۍ شاملی دي .