د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی، د افغانستان د ملی د بهرنيو چارو وزير عبدلله عبدلله د سپتمبر په شپږويتشمه نيټه په کابل کی وويل چه د ترهګری په ضد د افغانستان مبارزه به د اوږدی مودی لپاره دوام ولری. هغه له نړيوالی ټولنی څخه غوښتنه وکړه چه د تروريزم پرضد د مبارزی او د وطن د بيا جوړونی په هکله له افغانستان څخه دوامدار ملاتړ وکړی. د بل خبر له مخی، د ملی امنيت په چارو کی د امريکی د جمهوررئيس مشاور ستيفن حدلی چه اوس په افغانستان کی په سفر بوخت دی، په همدې ورځ په کابل کی وويل هغه تروريستان چه د پاکستان او افغانستان په سرحدی سيمو کی پټ دی، لا هم د افغانستان، پاکستان او امريکی د درو هېوادونو امنيت ته ګواښ رسوی، نو دری واړه هېوادونه بايد د ترهګری په ضد د مبارزې په هکله خپل منځی همکاری پياوړی کړی.
|