<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-09-27 17:59:01    
په چين کی د سواحلو په شګلنه سيمه کی د واليبال لوبی موفقيتونه تر لاسه کړيدي

cri

ګرانو اوريدونکو ، د لس کاله د ودې او پرمختګ نه وروسته ، په چين کی د سواحلو په شګلنه سيمه کی د واليبال لوبی په ٢٠٠٥ کال کی د پخوا په نسبت ډير ښه موفقيتونه تر لاسه کړيدې٠ هغه نوی ليست چه د واليبال لوبو په هکله د بين المللی ټولنی لخوا لږه موده د مخه خپور شو ، د تيان جيا او وانګ فی د ښځو ډله دوهم او د شو چيانګ او شو لين ژن د نارينه وو ډله ٢٧م مقام ونيوه او د پخوا په نسبت ئی ډير ښه موفقيتونه لاس ته راوړيدې ٠د سپورت نړۍ په نننی پروګرام کی به په دې باره کی يو مضمون واوری چه عنوان يی دی په چين کی د سواحلو په شګلنه سيمه کی د والبيال لوبی موفقيتونه تر لاسه کړيدي ٠

په ١٩٩٥ کال په چين کی د نوموړو لوبو د تر سره کيدو نه راهيسی د چين لوبعاړو په نړيوالو مسابقو کی ډير ښه موفقيتونه نه ؤ تر لاسه کړې٠ مګر سږ کال په دغه حالت کی بدلون رامنځته شويدي ، د چين ورزشکاری تيان جيا او وانګ فی په ځينو نړيوالو مسابقو کی مخکنی مقامونه نيولی دی ٠ د سواحلو په شګلنه سيمه کی د واليبال د لوبو د چينی ټيم عمومی روزونکی مياو جی هونګ دا نظر لری چه نوموړی دواړه لوبغاړی په نړيواله مخکنی قطار کی دريدلی دی ٠ هغه وويل ----اواز-----

بايد وويل شی چه زما په نظر تيان جيا او وانګ فی ډير غوره او غښتلی دی او سږ کال ئی ډيری ښی لوبی وکړې او يوی نوی مرحلی ته ورساول ٠

د چين د ناريناوو لوبغاړی هم د پخوا په نسبت ښه موفقيتونه تر لاسه کړيدی ٠ نوموړی روزونکی مياو جی هونګ دا نظر لری چه ځکه د چين لوبغاړی د سواحلو په

شګلنه سيمه کی د واليبال په لوبو کی ستر پرمختګ لاس ته راوړی چه په تيرو پنځو او شپږو کلونو کی د چين د واليبال د لوبو ټولنی په نړيوالو لوړه سويه لرونکو مسابقو کی د چينی ورزشکارانو د ګډون لپاره زياتی پيسی مصرف کړيدی ٠ د نړۍ د ډير مخکنی ورزشکارانو سره د سيالو له لاری د چين ورزشکارانو د تجربو څخه ګټه اخيستی او تخنيک ئی بشپړ کړيدی ٠ نوموړی روزونکی وويل چه څرنګه چه تيان جيا او وانګ فی د اوږدی مودی نه راهيسی د سواحلو په شګلنه سيمه کی د واليبال په مسلکی مسابقو کی يعنی په نړيوالو ګرځيدو لوبو کی برخه اخيستی ده ، نو دوی به لا نور هم ښه موفقيتونه وګاټی ٠ هغه وويل ____اواز_____

د سواحلو په شګلنه سيمه کی د نړيوالو ګرزيدو لوبو په مرحله ايزو مسابقو کی زمونږ ګډون کال په کال زيات شويدی اوس د عمومی حالاتو لحاظه د واليبال د مرکزی اداری د پانګی په زياتولو سره زمونږ موفقيتونو کال په کال پرمختګ موندلی دی په تيره بيا د تيان جيا او وانګ فی ډله په ٢٠٠٢ کال کی په نړۍ کی يوولسم او تر ٢٠٠٣ کال پوری يی پنځم مقامونه ونيول ٠ په ٢٠٠٤ کال کی د وانګ فی د ټپي کيدو له امله احساسات او تخنيک يی د ناوړه اغيزه سره مخامخ شوه ، مهارت او فن يی بيا يوی لوړی سويی ته رسيدلی دی ٠

ټولو ته معلومه ده چه د ٢٠٠٨ کال د اولمپيک سپورتی لوبه به په بيجينګ کی تر سره شي ٠ د چين د واليبال ټولنه د سواحلو په شګلنه سيمه کی د واليبال لوبی چينی ټيم ته دا هدف ټاکلی دی چه د ښځو ټيم د يو ميدال د تر لاسه کولو لپاره کوشش وکړي او د نارينه وو په ټيم کی کولی شی چه يوه جوړه لوبغاړی په مخکنی شپاړلسو مقامونو کی شامل شي ٠ نوموړی روزونکی مياو وويل چه په سږ کال کی په نړيوالو

مسابقو کی د چينی لوبغاړو د موفقيتونو د پياوړتيا له لحاظه د دغه هدف د رامنځته کيدو ارزو شته ٠

هغه وويل چه د چين د لوبغاړی شو لين کوانګ لوړوالی دوه اعشاريه دری متره دی چه په نړۍ کی ډير لوړ لوبغاړی ګڼل کيږي او د ده د ټوپ وهلو قوت ډير غوره او غښتلی دی ، نو په نړيوالو سيالو کی د يو نفری دفاع په برخه کی ښه تفوق لری ٠ په سږ کال کی د پرتګال په مرحله ايزو مسابقو کی د چين د نارينه وو ټيم د ارجنتاين ټيم ته چه ډير قوی ؤ ، ماتی ورکړه ٠

د چين د نوموړو لوبو د دوامدار پرمختګ لپاره د چين د واليبال ټولنی په فعاله توګه د هغو هيوادونو سره چه په دغو لوبو کی ډير تګړه دی ، همکارۍ کړيده ٠ د اړوند معلوماتو سره سم امکان شته چه د چين ټيم به په راتلونکی کال کی د لوبغاړو د روزنی لپاره خارجی روزونکی استخدام کړي او د دی امکان هم شته چه استراليا ته ئی ورسوي ٠