<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-09-27 18:59:13    
ښځو ته دی پاملرنه وشی او د ايدز له ناروغۍ څخه دی ليری جلا کړای شی .

cri

د ايدز ناروغۍ د عامه روغتيا او د ټولنی يوه داسی مسئله ګرځيدلی ده چه ټوله نړۍ ور سره مخامخ شوی ده . دچين حکومت دايدز دناروغۍ دوقايی او تداوی کار ته په ډيره درنه سترګه ګوری .

له دی کبله چه د فيزيولوجۍ ، ټولنيز اقتصاد اود جنس په باب د عنعنوی مفکوری او نظريی تر اغيزی لاندی دی ، دايدز د ناروغی د اخته کيدو په برخه کښی د ښځو خطرد نارينه و په نسبت زيات دی ، د ايدز په ويروس په اخته کسانو کښی په ٢٠٠٠ کال کښی ښځو يوازی په سلو کښی شل برخه ونيوله ، خو د ٢٠٠٥ کال د مارچ ترپايه پوری دغه شمير په سلو کښی اته ويشتو ته رسيدلی د ی،

دچين حکومت تل د ښځو روغتيا ته ډيره پاملرنه کوی . دايدزد ناروغۍ دوقايی او کنترول په کار کښی يی د ښځو ملی اتحاديی ددولتی شورا په اړه دايدز د ناروغۍ د وقايی او تداوی دپاره د کار په کميټه کښی شامل کړی ده د ښځو ملی اتحاد يی په فعاله توګه په نوموړی کار لاس پور ی کړی ، دايدز د ناروغۍ د وقايی او کنترول په باب يی دښځو د ملی اتحاد يی هماهنګ ګروپ جوړ کړی او د ايدز د ناروغۍ دوقايی او کنترول په باب د ښځو د ملی اتحاد ستراتيجيکی پلان يی طرح کړی دی ، د نوموړی کار د ښه تر سره کولو دپاره يی په بيلا بيلو برخو کښی قواوی راسمبال او مرتبی کړی دی . د ٢٠٠٢ کال د پيل نه راهيسی د ښځو ملی اتحاديی د بيلا بيلو درجو د ښځو د اتحاديو سره دايدز د ناروغۍ د وقايی او د کورنۍ د ټولو غړو د سلامتيا او روغتيا دتامين په باب په فعاليت لاس پوری کړی

دی ، خلکو ته د روغتيا په باب د دمعلوماتودورکولو د متمدن ژوندانه د شکل د ترويج کولو له لاری د ښځو لارښوونه کوی چه په فعاله توګه دايدز د ناروغۍ دوقايی او تداوی په کار کښی ګډون وکړی او ټولنيز مسوليت تقويه کړی.

په ٢٠٠٤ کال کښی د ايدز د ناروغۍ په نړيواله ورځ ددولتی شورا په اړه د ايدز د ناروغۍ د وقايی او تداوی په باب دفتر ، دچين د تبليغاتی چارو وزارت او د ښځو ملی اتحاديی په ګډه سره ښځو ته د پاملرنی او د ايدز د ناروغۍ سره د مقاومت کولو تر عنوان لاندی لوی تبليغاتی فعاليت اجرا کړی دی ، دګرد هيواد د بيلا بيلو محافلو ښځو ته يی پيشنهاد نامه صادره کړی او په هغی کښی يی پيشنهاد وړاندی کړ چه ښخی بايد راوپاڅيږی او په فعاله توګه د ايدز د ناروغۍ سره د مقاومت کولو په کارکی ګډون وکړی ، د ښخو ملی اتحاديی او د روغتيا وزارت په ٢٠٠٤ کال کښی په اساسی يونټونو کښی د ښځو او ځوانانو د فعالينو د روزنی او تربيی له لاری په ژوره توګه هغو يو پنځوسو کليو او اوسيدونکو سيمو ته داخل شوی کوم چه د ايرز د ناروغۍ دعمومی وقايی او تداوی په باب نمونوی سيمی ګڼل کيږی او هلته يی د ښځو دپاره د ايدز د ناروغۍ د وقايی او تداوی په باب په تبليغاتی او تنويری فعاليت لاس پوری کړی دی . د يو پنځوسو نمونوی سيمو د احصائيی له مخی د ٢٠٠٥ کال د فبرورۍ تر پايه پوری څلور مليونه دری لکه اتيا زره کورنيو او اوه مليونه شپږ لکه اويا زره تنه ښځو نوموړی پوهنه منلی ده . شپږ مليونه يو لکه تنه ښځو د ايدز د ناروغۍ د وقايی او تداوی په باب معلومات تر لاسه کړی دی .

ښځی دايدز د ناروغۍ له تهديد سره د مخامخ کيدو په برخه کښی دخلکو په منځ

کښی عمده ډله ګڼله کيږی او له نوموړی ناروغۍ سره د مقاومت کولو مهمه قوه هم ده .، نو ځکه مونږ بايد په ښه ډول ښځو ته پاملرنه وکړو ، په موثره توګه د ايدز د ناروغۍ دخپريدو مخنيوۍ يی وکړو او په ريښتياسره د سل مليونو ښځو روغتيا وساتو .

لږه موده دمخه دښخو او دايدز د ناروغۍ په باب خاصه مباحثوی غونډه کښی چه د ملګرو ملتو په اړه د ښځو د څلورمی نړيوالی غونډی دلسمی کاليزی د يادونی دپاره جوړه شوی وه ، ګډون کوونکو نماينده ګانو د خپلو ځانګړو مسئلو په باب بحثونه وکړل .د ماليزيا دايدز د ناروغۍ په ضد د شورا رئيسی ميرمن مارينا ماهتير په خپله وينا کښی په هر اړخيز ډول هغه ډول ډول مشکلات تشريح کړل کوم چه ښځی دايدز د ناروغۍ په مسئله کښی ور سره مخامخ شوی دی . هغی وويل چه په نړۍ کښی د ايدز په ويروس اخته کسان چه په نړۍ کښی په سلو کښی پنځه نوی برخه نيسی ،په پرمختيايی هيوادونو کښی ژوند کوی، دغربت په نتيجه کښی ښځی په اسانۍ سره د ايدز په ناروغۍ اخته کيږی .مونږ بايدد لا زياتو تدبيرونو په نيولو سره ښخی د ايدز د ناروغۍ له دغه خطرناک حالت څخه خلاص کړو .