د سين هوا اژانس د خبر له مخی ، د پاکستان صدراعظم شوکت عزيز د سپټمبر په اوه ويشتمه نيټه په دی تيڼګار وکړ چه چين په سوله ايزه او چټکه توګه انکشاف مومی او د چين ترقۍ اسيا او نړۍ ته ګټه لری .
ښاغلی عزيز په همدی ورځ سهار په اسلام اباد کی د چين او اسيا د پيړۍ د راتګ په نامه د بين المللی سيمينار د پرانستلو په مراسمو کی وويل ، د چين د اقتصاد دوامدار انکشاف د سيمی د اقتصادی استقرار لپاره ګټور دی او د چين سياسی قوتونه د اسيا د امنيت تضمين هم ګڼل کيږی .
نوموړی زياته کړه چه که چيری چين په مداومه توګه د سوله ايز انکشاف پر لاری باندی ټينګار وکړی ، نو حتمِأ به د نړۍ د سولی او ثبات لپاره نوی خدمتونه سر ته ورسوی .