د اولمپيک بين المللی کميټه ، د اولمپيک ملی کميټه او د غير ډله ايزو او
ځانګړو لوبو په باب نړيواله سپورتی اتحاديه د اولمپيک په لويه کورنی کی
دری ستری او مهمی موسسی ګڼلی کيږی او د اولمپيک د سپورتی لوبو د
موجوديت او انکشاف لپاره ډير مهم رول لوبوی . نو په دی وجه نوموړو
دريواړو موسسو ته د اولمپيک دری اصلی ستنی ويلی کيږی .
* د اولمپيک بين المللی کميټه
د اولمپيک بين المللی کميټه د ١٨٩٤کال د جون په ٢٣ مه نيټه جوړه شوه او د
٤٩ سپورتی موسسو او ١٢ هيوادونو په ګډون ٧٩ تنو استازيو په پاريس کی د
نوموړی کميټې د جوړيدو په مراسمو کی برخه درلوده . د اولمپيک بين المللی کميټه په سپورتی ساحه کی يوه داسی غير حکومتی او دايمی نړيواله موسسه ده چه د ګټی د لټولو مقصد نه لری . دغه کميټه د اولمپيک د سپورتی لوبو د
مشرتابه او د اولمپيک د لوبود اړوندو مسئلو د فيصلی لپاره عالی مقتدر ارګان ګڼل کيږی . د اولمپيک بين المللی کميټه د اولمپيک د هغو سپورتی لوبو په
مقابل کی چه په هرو څلورو کالو کی يو ځل جوړيږی ، ټول اختيارونه اوواکونه لری .
فرانسوی او انګليسی ژبی د اولمپيک په بين المللی کميټه کی دوه رسمی ژبی دي .
* د اولمپيک ملی کميټې
د اولمپيک ملی کميټه د اولمپيک د سپورتی لوبو يو اساسی يونټ دی او د
يوه هيواد يا يوی سيمی د اولمپيک د سپورتی لوبو لپاره يوازنی او قانونی
تنظيموونکی او لارښوونکی ارګان بلل کيږی . د توجه وړ خبره دا ده چه د اولمپيک
په ملی کميټه کی دملی کميټې په اصطلاح هر هغه هيواد ، سيمه يا د سيمی يوه
برخه ده او نه معمولی هيواد . کوم چه د اولمپيک د بين المللی کميټی د قضاوت او پيژندنی له مخی د اولمپيک دولتی کميټې پکی واقع دي . تر اوسه پوری ٢٠٠ دغسی ملی کميټې د اولمپيک د بين المللی کميټې لخوا په رسمی توګه منلی
شوی دي .
*د غير ډله ايزو اوځانګړو لوبو په باب نړيواله سپورتی اتحاديه
د غير ډله ايزو اوځانګړو لوبو په باب نړيواله سپورتی اتحاديه يو داسی غير
حکومتی سازمان دی چه د نړۍ په چوکاټ کی د يوه يا څو ورزشی لوبو مسئوليت
په غاړه لری او د دغو لوبو په اړه د دولت او سيمی په درجه ډلی پکی شاملی شوی دی .
دغه اتحاديی د خپلو ورزشی لوبو د اداره کولو په برخه کی ځانګړی او
خپلواک حق لری . أما که چيری نوموړی اتحاديی د اولمپيک د بين المللی
کميټې لخوا وپيژندل شی ، نو منشورونه او مختلف اړوند عملی کوونکی
فعاليتونه يی بايد د اولمپيک له منشور سره سمون وخوری .
* د اولمپيک د بين المللی کميټې رييس
د اولمپيک په بين المللی کميټه کی يو رييس او دری تنه مرستيالان شته او اجرايوی کميټه يی د رييس ، مرستيالانو او نورو اوو تنو غړو څخه جوړه شوی ده . د چين خه جن ليانګ د اوسنی اجرايوی کميټې له غړو څخه يو دی . د اولمپيک د بين المللی کميټې رييس بايد د ټولو غړو لخوا د پټو رايو په ورکولو سره په داسی حال کی چه اکثريت يی بايد موافقی رايی ورکړی ، ټاکل کيږی .
د رييس د ماموريت موده اته کاله ده او د مسلسل ماموريت موده يی نور څلور کاله زياتيدای شی . د ١٨٩٤ ميلادی کال څخه نيولی تر اوسه پوری د اولمپيک د بين المللی کميټې رييس اوه ځله بدلون موندلی دی .