د سين هوا اژانس د خبر له مخی د افغانستان د کورنيو چارو وزير علی احمد جلالی د سپتمبر په اوه ويشتمه نيټه جمهوررئيس حامد کرزي ته د استعفا غوښتنليک وړاندی کړ. هغه په تېر کال کی د افغانستان د حکومت د جوړېدو نه راهيسی لومړی وزير دی چی غواړی استعفا وکړی. د تحليلونکو په نظر امکان شته چی د جلالی او حامد کرزي ترمنځ د ځينو مسئلو په هکله اختلافونه موجود وی او هغه د دوو هېوادونو تابعيتونه لری چی د افغانستان د حکومت د مربوطو قوانيو څخه سرغړونه بلل کېږی.
|