د سين هوااژانس د خبر له مخی : د تاجکستان جمهوررئيس امام علی احمانوف د سپتمبر په ٢٧مه نيټه په دوشنبه کی وويل چه که چيری افغانستان د مخدره موادو مسئله حل کړي ، نو ژر تر ژره به د خلکو د ژوند شرايط ئی ښه والی ومومي او دوی ته به د استخدام فرصتونه برابر شي ٠
هغه په همدی ورځ د اروپائی اتحاد په اړه د منځنی اسيا د سيمی د سرحداتو د ساتنی او کنترول د مخدره موادو د قاچاق د مخنيوی د پروګرام په غونډی کی وويل چه د مخدره موادو د قاچاق له منځه وړل د بين المللی تروريزم سره د مبارزی لپاره پوره اهميت لری ٠ په عين وخت کی هغه د نورو هيوادونو او بين المللی موسسو څخه غوښتنه وکړه چه د تاجکستان او افغانستان تر منځ د سرحدی سيمو د ساتنی او دفاع او د مخدره موادو د قاچاق د مخنيوی په هکله له تاجکستان سره مرسته وکړي ٠