د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی : د پاکستان جمهوررئيس پرويز مشرف د سپتمبر په ٢٧مه نيټه دا بيا تائيده کړه چه پاکستان ټينګه اراده لری چه هر ډول تروريزم له منځه يوسي ٠
هغه د ملی امنيت په چارو کی د امريکی د جمهوررئيس له مشاور هادلی سره د کتنی په وخت کی نوموړی مطلب څرګند کړ ٠ پرويز مشرف وويل چه د کشمير د اختلافونو حل و فصل د سيمی د دايمی سولی او ثبات د ساتنی لپاره ډير مهم دی ، امريکا بايد په دی برخه کی رول ولوبوي ٠
هادلی وويل چه امريکا د تروريزم سره په مبارزی کی د پاکستان د رول ډيره ستاينه کوی ٠ په عين وخت کی هغه تائيده کړه چه پاکستان ، افغانستان او امريکا بايد د تروريزم سره د مبارزی په برخه کی هماهنګی او همکارۍ پياوړتيا کړي ٠