<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-09-28 17:39:28    
د تيان جين د هه شی په ناحيی کی د ټينګو او کلکو کوچنيانو کلب

cri

د چين د تيان جين ښار د هه شي ناحيی په اړه د ښوونی رياست د کمونستی زلميانو ليګ لږه موده د مخه د يوه تحقيقاتی راپور څخه دا وليدل چه د دغی ناحيی د څلور پنځوس ابتدايی ښوونځيو په نژدی پنځوس زر تنه زده کوونکو کی د هغو کوچنيانو شمير يو زر دوه سوه نهه اتيا وو تنو ته رسيدلی دی چه يوازی پلار يا مور لری او ناروغی ، معيوبی او بی وزلی زده کوونکو هم زياته برخه نيولی ده ٠ اکثر دغه کوچنيان نه غواړی چه له نورو زده کوونکو سره لوبه وکړي ، دوی پر ځان باندی باور نه کوی او روحی حساسيت لری ٠ ځينی کوچنيانو حتی له ژوند څخه لاس اخيستی او د مجرمينو په لارو ئی پل ايښی دی ٠

نو نوموړی کوچنيان په څه ډول ڼينګ او کلک وګرزي چه د ستونزو په چاپپريال کی ژوند کوی او څه ډؤل له دوی سره مرسته وشي ؟ په ١٩٩٧ کال کی د هه شی ناحيی د ټينګو او کلکو کوچينيانو کلب جوړ کړ تر څو د ماشومانو د ټينګ عزم او کريکتر د غښتلی کولو سره مرسته وکړي ٠ د اتو کلونو نه راهيسی دغه کلب د لاس په لاس ، د کلکو او ټينګو ماشومانو د ژمنيو او دوبيو کمپونو په شمول يو لړ کارونه سمبال کړل او د انګلسی ژبی د لوستلو ، له کمپيوتر څخه د استفادی کولو ، د نقاشی د کولو او د سندرو ويلو په شمول د علاقی وړ څه دپاسه سل ګروپونه پرانستلی او د دغو ماشومانو لپاره ئی د زده کړی او لوبو فرصت برابر کړيدی ٠

د تيان جين ښار د تای وانګ لو په نامه د ابتدائی ښوونځی زده کوونکی فنګ هاو له دی امله چه پلار ئی مړه شوی او مور يی هيڅ کار نه لری ، زړه ئی له ډيرو ناهيليو نه

ډک ؤ او نه ئی غوښتل چه له نورو زده کوونکو سره يو ځای زده کړه وکړی ٠ خو اوس هغه ډير خوشحاله دی ځکه چه د کلکو او ټينګو کوچنيانو کلب د ده مشکل ژوند ته نوی هيلی رسولی دی ٠ زده کوونکې دينګ هونګ لی چه کله اته کلنه وه ، مور يی مړه شوی وه ، وويل په دغه کلب کی مونږ د کوچنيتوب د وخت خوشحالی او نيکمرغه بيا احساسوو ، که څه هم زه پخوا ډيره بدمرغه وم ، خو له دې نه وروسته به کلک او خوشحالي زده کوونکی وګرزو ٠

د کلب ډير غوره او غښتلی غړی سونګ شوانګ چه پلار او مور يی معيوب دی ، د تل لپاره د ټينګو نظرياتو تر تشويق لاندی ژوند او زده کړه کوی او د پيانو د غږولو دپاره ډير کوشش کوی چه د کوشش له امله ئی او ښه موفقيت تر لاسه کړيدی ٠ هغه نه يوازی په خپل کور کی د پلار او مور د ژوند سره مرسته کوی بلکی په ښوونځی کی هم يو ډير ممتاز کوچنی مشر دی ٠

ليو چيان نان چه له کوچنيتوب څخه ئی مور له لاسه ورکړيده او پلار ئی بی کاره دی او له بده مرغه کله چه هغه د څلورمی درجی په ښوونځی کی په سرطان اخته ؤ ، خو په ټينګی ارادی سره ئی پخپل ژوند او زده کړی ته دوام ورکړ ٠ هغه په مسلسلو څو کلونو کی د تيان جين ښار او د هه شی ناحيی د غوره او غښتلی زده کوونکی په نامه وياړ تر لاسه کړيدی ٠ له بده مرغه هغه اوس له دونيا نه سترګی پټی کړيدی ، خو د ده کلک او دايمی روحيه به نورو زده کوونکو تشويق کړي او نور کوچنيان به هم د ده په شان کوشش وکړي ٠

اوس داسی کوچنيان هم په دغه کلب کی شته چه کورنی ئی ډيری شتمنی دی ٠ دوی هم کولی شی د کلکی او خوشحاله روحيی او د غوره غړی د سرمشق تر تشويق لاندی

زيار او زحمت وباسي او د راتلونکی ژوند لپاره کوشش وکړي ٠

د دغه کلب جوړيدل د ټولنی او خلکو ستاينه تر لاسه کړی ده ٠ د چين د مرکزی تليويزيون ستيشن او د خلکو د ورځپاڼی په شمول زياتو مطبوعاتی ذرايعو د کلب موفقيتونه خپاره کړيدی ٠ د ښوونی او روزنی يو شمير پوهانو هم په جلا جلا توګه د تصويرونو په خپرولو سره دا نظر څرګند کړی چه د دغه کلب د ښوونی لار د نننی تعليم يوه نوی بيلګه ده ٠