<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-09-28 18:58:41    
بهرنيانو د چين د ګوي يانګ له ښکلي ښار سره مينه پيدا کړې ده

cri

د ګوي يانګ ښار د چين د چنوب لويديځې خوا د ګوي جو ولايت مرکز دي ٠ په دي وروستيور کلونو کې په دي ښار کې د ايکولوژيکي چاپيريال د ساتنې په هکله ستر موفقعيتونه ترلاسه شوي دي ٠ لږه موده د مخه د چين په بين المللي راډيو کې د فرانسي ، المان ، انګلستان ، اندونيزيا او د نورو ژبو متخصصانو له دغه ښکلي ښار څخه ليدنه کتنه وکړه او د ګوي يانګ ښکلي او طبيعي چاپيريال دوي ته ژوري حاطرې پريښودلي دي ٠

د دوبي په لومړيو وختونو کې د ګوي يانګ ښار په ټولو ځايونو کې شنې ونې ، تازه ګلان او د بيلا بيلو مرغانو ښکلي اوازونه د خلکو تر سترګو کيږي او په غوزونو کې اوريدل کيږي ٠ که څه هم د دغه ښار د رسيدو نه د مخه نوموړو متخصصانو له بيلا بيلو لارو نه د ګوي يانګ د ايکولوژيکي چاپيريال د ساتنې په هکله څه معلومات لاس ته راوړي دي ، خو کله چه يي دغه ښار په خپلو سترګو وليد ، ډير حيران شول ٠ د اندونيزيا د ژبي متخصصې ميرمن بيبي وويل چه په دي ښار کې زه دا احساسوم چه لکه ښار په ځنګلونو کې او ځنګلونه په ښار کې دي ٠ ايکولوژيکي چاپيريال يي ډير ښه دي ٠ هغې وويل چه د ايکولوژيکي چاپيريال ساتنه تل د لويديځو پرمختللو او مترقيو هيوادونو د ښارونو د پرمختيا هدف ګڼل کيږي ٠ خو ګوي يانګ د چين د لويديځې سيمې يو داسي ښار دي چه اقتصاد يي نسبتأ وروسته پاتي ښکاري ٠ نو زما له پاره د تصور نه ليري خبره دا ده چه اوسني ګوي يانګ د ايکولوژيکي چاپيريال د ساتنې په هکله ډير مترقي ښکاري او په دي نسبت ګوي يانګ د وياړ وړ دي ٠

د ٢٠٠٠ کال له پيل نه په دي ښار کې د ايکولوژيکي چاپيريال ساتنه د دغه ښار د پرمختيا له پاره د ستراتيژۍ په توګه وټاکله شوه ٠ د دغه سترتيژۍ سره سم د ګوي يانګ ښاروالي د ايکولويژيکي چاپيريال د هراړخيزې ساتنې د پرمخبيولو ، دچاپيريال د ساتنې د اړوندې پروژۍ د عملي کولو او د ښار د هوا د کيفيت د لوړولو له پاره زياتې پانګې اچولي دي ٠ پخوا د صنعت د پرمختيا په بهير کې د ککړتيا مسئلې تر پاملرنې لاندې نه وي راغلي ، نو د دغه ښار د عمده سيند د نان مينګ سيند د ککړتيا مسئله ډيره سخته ښکاريده ٠ خو د وروستيو کلونو د کوششونو له لارې د نوموړي سيند ککړتيا په پوره توګه له منځه وړل شوې ده ٠ اوس د ګوي يانګ د ښار د سمسورتيا ميزان ډير اوچت شوي او په ټول ښار کې د ځنګلونو د پوښل کيدو ميزان په سلو کې پنځه ديرش ته رسيدلي دي ٠

په دي وروستيو کلونو کې د ګوي يانګ په ښار کې د توريستي منابعو ساتنه هم پياوړي شوې ده چه په دي بهير کې ايکولوژيکي توريستي چارو چټګه پرمختيا موندلې او زيات داخلي او بهرني توريستان يي ځان ته راجلب کړي دي ٠ د چين د بين المللي راډيو د فرانسي ژبي متخصص ښاغلي توبيسي نيکولاس وويل چه دلته منظره ډيره ډيره ښکلي ده او زما ټوله مينه او علاقه دغې منظرې ته راجلبه شوې ده ٠ زه په ريښتيا هيله من يم چه په دي ښار کې ډيرې ورځې پاتي شم ٠ د المان د ژبې متخصص ښاغلي هيرمان ګروناو وويل چه دا زما له پاره لومړي ځل دي چه کوي يانګ ته راځم ، دغه ښار ته د رسيدو نه د مخه زه يوازي خبر وم چه د اقتصاد له نظره دغه ښار يو نسبتأ وروسته پاتي ښار دي ٠ خو دغه ښار ته د رسيدو نه وروسته ما وليدل چه دغه ښار چټکه پرمختيا تر لاسه کړې ده ٠ زه هيله لرم چه په راتلونکي کال کې به بيا دغه ښار ته راشم ٠

نه يوازي د ګوي يانګ په ښار کې ستره پرمختيا رامنځته شوې ، بلکه د ګوي يانګ په شاوخوا کليوالي سيمو کې هم ستر بدلون راغلي دي ٠ په کليوالي سيمو کې د ليدنې کتني په بهير کې د چين د بين المللي راډيو نوموړو متخصصانو وليدل چه د بزګرانو په هره کورني کې تلويزيون شته او ټول د فابريکې له خوا تهيه شوي پاکې او خوږې اوبه څښي ٠ د کانادا متخصص ښاغلي تريور ميس وويل چه دلته منظره ډيره ښکلي ده او خلک يي ډير مهربانه دي ٠ د ګوي يانګ ښار او ټول کليو ما ته ډيرې ژوري خاطري پريښودلي دي ٠