<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-09-28 19:14:58    
د بحر په تل کي د اورغوځونکو غرونو په شاوخوا کي موجودات

cri

د بحرونو په تلونو کي چه د اوبو د سطحې نه څو زره متره ژور دی ، يو شمير عجيب سمندري پيداوار او نباتات ښه ژوند کوي ځکه چه هلته د لمر پلوشې نه رسيږي او د اورغورځونکو غرونو په خولو کي سمندري اوبه ډيرې ګرمې دي ، خو په داسي بد چاپيريال کي لا هم يو شمير سمندري پيداوار او نباتات ښه وده کوي .

په ژور سمندري تل کي د زمکې په پوستکې باندي د ماګما يعني د ويلي شويو ډبرو د پر له پسې ټکرونو په اثر غرني سلسلې رامنځته شوې او دغه حرکت لا تر اوسه روان دی . د روانو ويلي شويو ډبرو تر فشار لاندي د زمکې جوړښت خراب شوی او د زمکې د وچو حرکت د اورغوځونکو غرونو او زلزلو سبب کيږي . يخې سمندري اوبه په سمندري تل کي د درزونو څخه د زمکې ګرم پوستکې ته رسيږي او څو سوه درجې ګرميږي او بيا د اورغورځونکي غره له خولې څخه د زياتو معدي موادو سره يو ځاي پورته کيږي

شل کاله دمخه عالمانو په ژور سمندري تل کي د اور غورځونکو غرونو په باره کي هيڅ معلوما نه درلودل او په نولس سوه اوه اويايم کال کي يي په سمندري تل کي لومړي اور غورځونکي غر ومونده ، ورپسې يي په شلګونو داسي غرونه وموندل او د اطلس او اقيانوس په تلونو کي د اور غورځونکو غرونو د خولو په باب يي څيړنې وکړې . د هيجان وړ خبره دا ده چه د دغو غرونو د خولو په شاوخوا کي هم زيات شميرابتدايي موجودات يعني ميکروسکوپي ژوي او هم حشرات او نور ژوي لکه چينجې ، شيريمپونه ، صدفونه او چونګاښ ژوند کوي .

څرنګه چه د سمندرونو ژورو اوبو ته د لمر پلوشې نشي رسيدلی ، نو هلته نباتات نشته . پوښتنه دا ده چه پرته د نباتاتو نه د سمندرونو په ژورو اوبو کي ميکروسکوپي ژوي او نور حشرات څنګه ژوند کوي ؟

تير کال عالمانو د هند د سمندر په تل کي د يوه اورغورځونکي غره خوله چه د هند د نيمې قارې په جنوب کي او د مادغاسکر ټاپو په ختيځ کي پرته ده ، وموندله او داسي ژوي يا حشرات يي لاس ته راوړل چه پخوا يي نه و ليدلي . د عالمانو په اند دغسي ژوي يا نباتات د فعال اورغورځونکي غره په شاوخوا کي ژوند کوي . فعال اورغورځونکي غرونه د شلګونو کلونو يا څو زرو کلونو نه وروسته په غيرفعال اورغورځونکي غرونه بدليږي .کله چه د اورغورځونکي غره خوله ويجاړيږي ، ددې غره د خولې په شاوخوا کي ژوي هم مړه کيږي ، خو هر کله چه د نوي اورغورځونکي غره خوله رامنځته کيږي ، دغسي ژوي ژر رارسيږي . د يادونې وړ خبره دا ده چه د دغو دوو خولو ترمنځ واټن ډير ليرې دی ، نو پوښتنه دا ده چه دغسي ژوي څنګه راځي ؟

عالمانو دا موندلی ده چه د اطلس او أرام سمندر په تل کي د اورغورځونکو غرونو د خولو په شاوخوا کي شريمپ ژوند کوي ، خو يو خاص ډول شريمپ يوازي د اطلس په سمندر کي ژوند کوي . أرام سمندر ډير لرغوني سمندر دی ، خو د اطلس سمندر لږ څه ځوان دی ، عالمان ددي معما په حلولو بوخت دی چه په أرام سمندر کي ژوند شريمپ څنګه د اطلس سمندر ته رسيدلي دي ؟ يوه تيوري يي دا ده چه د لرغوني مديتراني له لارې اطلس سمندر ته په کډه راغلي دي چه د مديترانې بحيره د لرغوني مديترانې يوه برخه ده ، تقريبا سل مليونه کاله دمخه د هند سمندر د اطلس سمندر سره يو ځاي و ، سمندري ژوي ممکن په سمندري تل کي د پرتو غرونو له لاري د أرام سمندر نه د هند سمندر ته ورسيدل او بيا د لرغوني مديترانې له لاري د اطلس

سمندر شمال ته په کډه ورغلل .

مګر د اورغورځونکي غره په خوله کي ژوندي ژوي لکه شريمپونه شل مليونه کاله دمخه تکامل کړيدي، نو امکان نشته چه دغه شريمپونه د لرغوني مديترانې له لاري د اطلس سمندر ته رسيدلې وي . ځکه چه شل مليونه کاله دمخه مديترانه تړل شوې وه ، د سمندري ژويو د کډه کولو يوه بله لاره د اطلس د ګود هاپ له کيپ څخه د اطلس سمندر ته رسيدله . لنډه دا چه په سمندري تل کي د اورغورځونکو غرونو په شاوخوا کي د سمندري موجوداتو د څيړنې دنده د اوږدې مودې دپاره تر سره کيداي شي .