

ګرانو اوريدونکو ! السلام عليکم ! ډيره خوشحاله يوچه تاسی چين ته د سفر پروګرام اوری . په نننی پروګرارم کی به تاسی يو راپور واوری چه عنوان يی دی يوه مقدسه او پاکه ځمکه !
د جومولاما څوکه چه د سمندر له سطحې څه دپاسه ٨٨٤٨ متره جګوالی لری ، د چين د تبت د خودمختارې سيمې د دينګ ژی ولسوالۍ او نيپال په ګډه سرحدی سيمه کی پرته ده . په نړۍ کی دغه لومړی جګه څوکه د جنوب او شمال قطبونو نه پرته د ځمکنی کرې دريمه قطب ګڼل کيږی . د اوږدې مودې نه راهيسی نوموړی څوکه نه يوازی د نړۍ د بيلابيلو ځايونو د غره د ختلو مينه لرونکو ،د کاشفوحانو او ساينس پوهانو سترګې راواړولی بلکه تبت ته د مسافرينو پام هم رااړول شوی دی .
هرکال له اپريل نه تر سپتمبر پوری ، زيات چينی او خارجی مسافرين د تبت د دينګ ژی ولسوالۍ ته ځی . کله چه هغوی دغه لوړه څوکه ګوری ښايی په دی هکله معلومات ونه لری چه دغه ځای په نړۍ کی وروستی يوه مقدسه او پاکه ځمکه ده . په نوموړی څوکه کی نه يوازی رنګارنګ د کنګلۍ ستنې چه څه دپاسه لس متره جګوالی لری ، موجودې دی بلکه د نوموړی څوکې په کښته سيموکی چه د سمندر له سطحی نه يی جګوالی له ٦٠٠٠ مترو نه کښته دی ، زيات لرغونی ځنګلونه ، کمياب حيوانات او نباتات او ډول ډول بوټی هم شته دی .
د نوموړی پاکې ځمکې د ساتلو لپاره په کال ١٩٨٨ کی د چين د تبت خودمختارې سيمې له خوا د نوموړی څوکې شاوخوا سيمه د ساتلو وړ طبعی سيمه ټاکل شوېده او په ١٩٩٤
کال کی مرکزی حکومت د ساتلو وړ نوموړی طبيعی سيمې ته دولتی درجه ورکړه او مساحت يی د شاوخوا دريو ولسواليو د ځينو برخو په شمول ٣٤ زرو هکتارو ته پراخ شوی دی . تر څو د نوموړی سيمې طبعيی منظره او کلتوری او تاريخی اثار په ښه توګه وساتل شی .
د ساتلو وړ د نوموړی طبعيی سيمې نيمه برخه د دينګ ژی په ولسوالۍ کی پرته ده . محلی مامور وانګ چی چونګ په دی اړوند داسی وويل :
( اواز )
د ساتلو وړ د نوموړی طبعی سيمې د جوړيدو نه راهيسی ، لومړی د ونو پری کول بند شوی دی . پخوا د ژمی په وخت کی به د ګرم د ساتلو لپاره حکومتی مامورينو ته يو موټر لرګی ورکول کيدل . مګر اوس هغوی بايد د غوايانو له فضله موادو څخه د ځان د ګرمولو لپاره ګټه واخلی . په بازار کی د لرګيو خرڅولو او اخيستلو ته هم اجازه نشته . دغه راز په عمومی ډول د ونو د پری کولو تمايل مخه نيول شوی دی .
په عين وخت کی محلی حکومت او اړوندو څانګو خلکو ته د مربوطو قوانينو او مقرارتو د تبليغولو لپاره کوشش کړی دی . د تبت د جومولاما د څوکې د ساتلو وړ طبعيی سيمې د ساتلو او اداره کولو د رياست په اړه د دينګ ژی فرعی څانګې رئيس پوبوزاهی وويل
( اواز )
هرکال مونږ د چاپيريال د ساتلو په باب تبليغاتی فغاليتونه کوو. په تيره بيا د نوموړی سيمې په مرکزی سيمه او د ځنګلونو په سيمه کی د ايکولوجيکی چاپيريال او وحشی ژويو د ساتلو لپاره مونږ به اړوند قوانين او مقرارت له ملی ژبې نه تبتی ژبې ته ترجمه کړو ترڅو د تبتی ژبې ويونکی ورڅخه پوره ګټه واخلی .
څرنګه چه هر کال په زرګوڼه خلک نوموړی غره ته پورته کيږی ، سفر يا علمی څيړنه کوی او په عين وخت له ځان سره زيات بيکاره او اضافی مواد راوړی . نو د نوموړی رياست اړوندی ځانګې به د داسی موادو د مخنيوی لپاره هڅې وکړی
ښاغلی پوبوزاهی وويل
(اواز )
زمونږ عمومی دنده دا ده چه لومړی په نوموړی سيمه کی بيکاره او اضافی مواد له منځه يوسو او چاپيريال ښه وساتو . دوهم ، د نوموړی سيمې توريستی کرښو اداری ته پياوړتيا ورکړو .
برسيره پردی له ٢٠٠٣ کال نه راهيسی ، د توريستانو موټرونو ته يوازی د ژونګ بو معبد ته د تللو اجازه ورکول کيږی چه هلته د سمندر له سطحه نه جګوالی يی ٥١٠٠ متره دی ، بيا وروسته خلک د اس د ګاډۍ په وسيله لوړو ځايونو ته ځی . په دی توګه د موټرونو نه د رامنځته شويو مضره ګازرونو د خپريدو مخنيوی هم شويدی .
ګرانو اوريدونکو ! چين ته سفر نننی پروګرام په همدی ځای پای ته ورسيد . ستاسی د اوريدلو له امله ډيره مننه کوو!