<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-09-30 16:02:52    
چنګ لونګ

cri

د چين د کونګ فو فلم مشهور ستوري چنګ لونګ چې په نړۍ کې يې شهرت هم موندلی دی د ١٩٥٤ کال د اپريل په اومه نيټه د چين په هانکانګ کې وزيږيد او په ١٩٦١ کال کې يې د چين د بيجنګ د اوپرا په پوهنځي کې د نمايش په زده کړه پيل وکړ ، د نوموړي پوهنځي څخه د دفراغت نه وروسته چينګ لونګ په نمايش پيل وکړ ٠ د شلمې پيړۍ په اومه لسيزه کې هغه په فلم کې رول ولوباوه او ورپسي يې په زياتو فلمونو کې مهم او اصلي رول لوبولی دی ٠

د مست بوکسر په نامه فلم چې چنګ لونګ پکې اصلي رول ولوباوه د فلم د اخيستنې په ساحه کې د چنګ لونګ د پاره کلک بنسټ ايښی دی اونوموړي فلم د کونګ فو په فلمونو کې چې چنګ لونګ پکې رول لوبولی دی يوه لومړي نمونوي فلم دی ، دنوموړي فلم له امله خلک د کونګ فو په فلمونو کې د چنګ لونګ سره اشنا شول ٠ د مست بوکسر په نامه فلم د اخيستنې نه وروسته چنګ لونګ په شل ګونو فلمونو کې مهم او اصلي رول لوبولی او زياتره يې په نړۍ کې د فلم د علاقه مندانو لخوا هرکلی او خوښ شوي دي ٠

د چنګ لونګ په فلمونو کې يو خصوصيت دا دی چې دده فلمونه نه يوازي د کونګ فو فلمونه دي بلکې يو ډول شوخ طبع فلمونه هم دي ، فلم ليدونکي د چنګ لونګ د فلم څخه دخوند اخيستلو په وخت کې هميشته د ځينو خندور منظرو له امله خندا کوله ٠

دغه راز چنګ لونګ د فلمونو د اخيستلو په وخت کې هيڅکله خپل جانشين نه استعمالوي ، په فلم کې هرخطرناک حرکت چنګ لونګ پخپله ترسره کوي ، مثلأ د اۍ پلان په نامه د فلم د اخيستنلو په بهير کې چنګ لونګ د يو خطرناک حرکت د ترسره کولو دپاره مجبور و چې د يوې ودانۍ له دريم پوړ څخه مځکې ته ځان وغورځوي ، دا يو ډير خطرناک حرکت و ، اصلأ نوموړي حرکت بايد دده د جانشين لخوا ترسره شوي واي ، خو چنګ لونګ د واقعي حرکت د ښودلو دپاره پخپله نوموړي حرکت ترسره کړ، د زه څوک يم په نامه فلم د اخيستنلو په وخت کې چنګ لونګ د يوې لوړې ودانۍ د شل ګونو مترو له لوړ ځای څخه مځکې ته وښوئيد ، البته د زياتو خطرناکو حرکتونو د ترسره کولو په بهير کې چنګ لونګ بې شميره ټپونه وليدل او تراوسه پوري په بدن باندې يې د زياتو ټپونو نښې هم ليدل کيږي ٠ په دې وروستيو کلونو کې چنګ لونګ په يو بينالمللي ستر او مشهور فلمي ستوري بدل شوی دی ، د امريکې په هاليور کې د چنګ لونګ له خوا اخيستل شوي فلمونه چې پکې د چين کونګ فو او کميدي ليدل کيږي په نوۍ کې د بي شميره نندارهچيانو لخوا هرکلي شوي دي ٠ د بيلګې په توګه د روش هوور او د سيوپرکوپ په نامه فلمونه او د چنګ لونګ نور فلمونه نه يوازي په اسيايي هيوادونو کې بلکې د امريکې او افريقې په زياترو هيوادونو کې ډيرعلاقه مندان لري ٠ اوس چنګ لونګ تل په هانکانګ ، امريکا ، استراليا او کانادا کې فلمونه اخلي ٠

چنګ لونک هميشه په فلمونو کې د يوه عدالت غوښتونکي په توګه رول لوبوي ، په ژوند کې هغه هم د عدالت او خيريت غوښتونکي په حيث کار کوي ٠

چنګ لونک نه يوازي يو مشهور نړيوال فلمي ستوری دی ، بلکې هغه يو ډير ښه سندره غاړی هم دی ، په ١٩٩٢ کال کې چنګ لونګ د خپلو سندرو لومړني سي دي جوړکړ او په همدې کال کې د چنګ لونګ د لومړني سيي دي د پلورلو شمير له دوو

مليونو څخه واوښت ، ورپسي په دې وروستيو کلونو کې هغه د خپلو سندرو نور څو خاص سيي دي هم جوړکړل او د نړۍ په بيلابيلو ځايونو کې د پلورلو اندازه يې هم د خوښۍ وړ دي ٠ چنګ لونګ وويل د ښو فلمونو اخيستل او د خوندورو سندرو ويل زما په ژوند کې تر ټولو نه دوه ډير ښه او ضروري کارونه دي چې بايد يې ترسره کړم ٠ د چنګ لونګ ميرمن لين فنګ جياو پخوا هم يوه مشهوره فلمي ستورې وه ، خو د چنګ لونګ د کار د ملاتړ دپاره هغه د چنګ لونګ سره د واده کولو نه وروسته له فلمي حلقې څخه ووتله او په پوره قوت سره د چنګ لونګ د کارونو ملاتړکوي ٠

چنګ لونګ او دده ميرمن يو زوي لري ، زوي يې هم د خپل پلار په شان په فلم کې د برخې اخيستلو سره علاقه لري او په فلم کې يې هم رول لوبولی دی ، هغه هيله لري چې د خپل پلار په شان يو مشهور فلمي ستوري شي ٠