ګرانو اورېدونکو، السلام عليکم! د اکتوبر له لومړی نيټې نه وروسته به د امريکې په مرکز واشينګتن کی د چين هنری فيستوال جوړ شی چی په يوه مياشت کی به د چين زيات شمېر هنری هئيتونه هلته نمايشونه اجرا کړی. اوس دوی په تمريناتو بوخت دي. د هنر او کلتور په نننی پروګرام کی به تاسی په دې هکله يو مضمون واورئ.
(لومړی اواز)
همدا اوس مو د چين د باليټ د ګروپ له خوا د باليټ په يوه ډرامه کی يو لنډ أهنګ واوريد. امريکې ته د نوموړي ګروپ د دغه سفر په ترڅ کی به د باليټ دوه ډرامې نندارچيانو ته وړاندی شي. د چين د باليټ ملي ګروپ په ١٩٥٤ کال کی جوړ شو او د جوړېدو نه راهيسی يي د غوره نندارې له امله د زياتو مربوطو بين المللی هنرمندانو ستاينه تر لاسه کړی او په څه دپاسه شلو هېوادونو او سيمو کی يی په بريالی توګه نندارې کړيدي. د نوموړي ګروپ رئيسې مېرمن جاو لو هنګ دا څرګنده کړه چی دا به امريکې ته ددوي دريم سفر وی، مخکی له دي نه دوی هلته دوه واره تجارتي نندارې وکړې ، مګر د نوموړي سفر په ترڅ کی به دوی د چين د کلتوری استازيو په حيث د چين په کلتوری فيستوال کی د برخه اخيستنې دپاره امريکې ته ولاړ شی. هغې خبريال ته وويل چی
(دوهم اواز)
باليټ د لويديځی نړۍ يو لرغونی کلاسيک هنر دی. د امريکې نندارچيان غواړی چی په چين کی د باليټ د انکشاف په هکله زيات معلومات تر لاسه کړي. نو د ١٩٨٦ کال نه وروسته به زه يو ځل بيا زمونږ له نڅا کوونکو سره يو ځای امريکې ته ولاړ شم. د دې سفر په بهير کی به امريکايی نندارچيانو ته يوه نوی ډرامه او يو شمېر نوی نڅاکوونکي معرفي کړم .
د چين کلتوری فيستوال به د چين د کلتور د وزارت او د کينيدی په نامه د امريکې د هنری مرکز لخوا په ګډه تر سره شی چی دا به د امريکې په تاريخ کی د چين لومړني لوی فيستوال وي . د نوموړی فيستوال په موده کی به دری څلويښت نمايشونه او اته نندارتونونه جوړ شی.
(دريم اواز)
همدا اوس تاسی د هونګ ينګ شو په نامه د ضربی الاتو د يوې ښځينه ډلې له خوا يو لنډ أهنګ واوريد چی عنوان يی دی ، د ښامار الوتنه او د ببر ټوپ.
په نوموړی فيستوال کی د برخه اخستنې په هکله د نوموړې ډلې رئيس ښاغلی جو لی وويل
(څلورم اواز)
مونږ په امريکې کي د خپل نمايش د بريالي کيدو دپاره په تېرو دوو مياشتو کی پوره تياری نيولی دی . نندارچيانو ته د غوره نمايشونو د وړاندی کولو دپاره مونږ وختی يو لړ پلانونه جوړ کړی او په تمريناتو مو لاس پوري کړی دي.
هغه زياته کړه چی مونږ غواړو چی امريکايی نندارچيان به د نندارو د کتنې نه وروسته د چين عنعنوی کلتورونه خوښه کړی.
د بېجينګ د هنری هئيتونو نه پرته د شانشی، ګوانګ دونګ او يون نان د ولايتونو ، د داخلي مغولستان د خودمختارې سيمې ، هانکانګ او د تايوان څخه راغلی هنری هئيتونه او هنرمندان به هم په نوموړی فيستوال کی برخه واخلی. د داخلی مغولستان د خودمختارې سيمې د مغولی ځوانانو ارکسترا چی په ١٩٨٧ کال کی جوړه شويده، په نوموړی فيستوال کی به هم ګډون وکړی. دوی د خپلو قومی سندرو د ويلو په وخت کی د لويديځی نړۍ د هنری شکل څخه استفاده کوی، نو خپله ځانګړتيا لری.
د نوموړي ارکسترا رئيس وويل چی ډير حوشحاله يم چی زمونږ ارکسترا په امريکا کي د چين په کلتوري فيستيوال کي ګډون وکړي تر څو چه له خپل وطن سره د مغولي قوم د خلکو نيک احساسات امريکاييانو ته ورسوي .هغه خبريال ته داسی معلومات ورکړل او ويي ويل
( پنځم اواز)
د يوې مودې نه راهيسی مونږ په امريکا کی د ننداره کولو دپاره په تمريناتو پيل کړی دی. مثلا مونږ د سندرو سبک بدل کړی او د نوموړی فيستوال په ترڅ کی به خصوصأ څلور امريکايی ولسی سندرې هم ووايو.
ګرانو اورېدونکو، همدا اوس مو د هنر او کلتور نننی پروګرام واورېد چی عنوان يی و، د چين هنری هئيتونه په امريکا کی د ننداره کولو دپاره په تياری نيولو لګيا دي. هيله ده چی پروګرام مو خوښ شوی وی. ستاسو د روغتيا په هيله!