د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی، د پاکستان خارجه وزير خرشيد قصوری د اکتوبر په لومړی نيټه وويل چه پاکستان افغانستان ته نژدي په خپلو ټولو سرحدی سيمو کښی د امنيتی ديوالونو د جوړولو په باب نيت نه لری٠
خارجه وزير قصوری په لاهور کښی د فليپين د کونسل خانې د پرانيستل کيدو په مراسمو کښی د ګډون په بهير کښی دا څرګنده کړه چه پاکستان هيله لری چه د پاکستان او افغانستان د سرحداتو په ځينو خاصو سيمو کښی امنيتی ديوالونه جوړ کړی تر څو چه د وسله والو کسانو د هغو کړووړو مخه ونيول شی کوم د افغانستان د حکومت د تر پښو لاندی کولو دپاره له سرحداتو څخه تير شی٠