<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-10-01 21:05:11    
ږ کالل به په شينجيانګ کی ٥ لکو بزګرو او مالدرانو ته د تګ راتګ اسانتياوی برابری شی

cri

کله چی د شينجيانګ د ويغوری قوم د خودمختاری سيمی د ايی نينګ د ولسوالی د روهی د علاقه داری بزګر ايرګن دا وليدل چی په سيمی کی يی د پوخ او اساسی سړک جوړيدل پای ته ورسيد ډيره خوشحالی يی څرګنده کړه او ويی ويل سږ کال زه ٦٥ کلن يم او لومړی ځل ګورم چی زما د کور دروازی ته سړک غزيدلی او له دی نه وروسته بازار ته په لږ وخت کی تللی شم .

د شينجيانګ د ويغوری قوم د خودمختاری سيمی د ترانسپورتی څانګی څخه د رارسيدلی خبر له مخی سږ کال به د شينجيانک حکومت په ١٦١ کليو کی د لسو زروکيلو مترو په اوږدوالی د سړکونو د جوړيدو دپاره د ١ ملياردو ٥ سوو مليونو ژن مين بی يونو پيسی واچوی چی په دی اثر به پنځو لکو بزګرو او مالدرانو ته د تګ راتګ اسانتياوی برابری شی .

په شينجيانګ کی بزګران او مالداران له سړکونو سره مخصوصه علافه لری .د چين ولسی جمهوريت د جوړيدو په پيل کی په شينجيانګ کی هيڅ غوره سړک نه و .له دی امله چی په شينجيانګ کی ترانسپورتی شرايط وروسته پاتی و او په زياتو ليری او ګوښه سيمو کی بزګران او مالداران ولسواليو ته نشتوای تللی .نو په دی وجه اوس يی په خپل کلی کی د سړکونو غزيدل د دوی خوب په حقيقت بدل کړی دی .

د مرکزی حکومت د ملاتړ په اثر د شينجيانګ په زياتو کليو کی سړکونه جوړ شوی دی .په تيرو دوو کلونو کی د شينجيانګ حکومت په کليو کی د سړکونو د جوړولو دپاره د ٣ ملياردو ٤ سوو مليونو ژن مين بی يونو پيسی اچولی دی چی دا

رقم له ١٩٩٠ کال نه تر ٢٠٠٢ کاله پوری د عمومی پانګی سره دری چنده برابر دی او د سړکونو اوږدوالی يی ٨ زره ٤ سوه څلوويښت کيلو مترو ته رسيدلی دی چی په دی اثر ٢٥٧ کليو ته سړکونه غزيدلی او ٢ مليونه ٥ سوه ٧٠ زره خلک ور څخه ګټه اخلی له دی امله چی په شيجيانګ کی د سړکونو شبکه بشپړ شوی ده ،د شينجيانګ په کليو کی اقتصاد لازيات پرمختګ کړی دی .د شينجيانګ د التای سيمی د بورجين ولسوالی د ايموک په علاقه داری کی غنی توريستی منابع موجودی دی ،مګر لاره يی ښه نه وه،نو د نوموړی علاقه داری د توريستی منابعو څخه ښه ګټه نه اخيستل کيده .خو له نيکه مرغه اوس په نوموړی علاقه داری کی سړک جوړ شوی دی چی دا نه يوازی د مالدارانو د هستوګنځيو په حالت کی بدلون راوړی او د بزګرو او مالدرانو ترانسپورتی شرايط يی ښه کړی دی بلکه د توريستی منابعو څخه د ګټی اخستنی او د مالدارانو د ژوند د بدلون دپاره يی ښه زمينه برابره کړی ده چی دا د دغی ولسوالی د اقتصاد د انکشاف دپاره ګټوره ده .

له غربت نه د زياتو بزګرو او مالدرانو د ليری کولو دپاره دشينجيانګ حکومت د سړکونو د جوړولو په بهير کی د ګډون دپاره ځينی بزګران او مالداران ګمارلی دی .په ٢٠٠٤ کال کی د شينجيانګ د سړکونو د جوړولو څانګی نوموړی بزګرو او مالدرانو ته د ٧٨ مليونو ٨ سوو ٣٠ زرو ژن مين بی يونو په ارزښت معاش ور کړی دی .زياتو بزګرانو او مالدرانو د شينجيانګ د سړکونو د جوړيدو په بهير کی ډير عايدات تر لاسه کړی دی .

د شينجيانګ د ترانسپورتی څانګی مسئول وويل چی په کليو کی

سړکونه نه يوازی اقتصادی لاره او د تمدن او شتمنی لاره ده .بلکه د سړکونو د جوړيدو په اثر بزګرو نوی افکارهم تر لاسه کړی دی . په کليو

کی د سړکونو د جوړيدو په اثر د بزګرانو او مالدرانو عايدات زيات شوی دی او د دوی د شتمن کيدو خوب هم حقيقت موندلی دی .

د لازياتو سړکونو د جوړيدو په اثر په راتلونکو ٥ کلونو کی به د شينجيانګ په بيلا بيلو کليو کی د بزګرانو او مالدارانو ژوند ښه والی ومومی