<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-10-02 17:02:55    
د نارينه وو او ښځو ترمنځ د جهازونو توپيرونه

cri

د نارينه او ښځې ترمنځ نه يوازي د فکر کولو په برخه کي توپير شته ، خو د وجود له نظره هم ډير توپيرونه ليدل کيږي او همدغه توپيرونه د ناروغيو د علاج دپاره هم اغيزه من دي .

معده _ د نارينه په نسبت د ښځې په معدې کي د غذا د هاضمې وخت يو په دريمه برخه کم دی ، خو د ښځې په نسبت د نارينه په معدې کي ترشح شوي شيرې زياتې دي .

پوستکي _ د يوه سړې او يوې ښځې دپاره د پوستکو مساحت په جلا جلا توګه د يو اعشاريه اتو او يو اعشاريه شپږ مربع متره دی . خو د ښځو پوستکې د نارينه وو په نسبت وچې او نرمې دي .

د درد حس _ د درد په وخت کي د نارينه وو د وينو فشار لوړيږي ، خو په دي وخت کي د ښځو د زړه حرکات زياتيږي ، د نارينه وو په نسبت ښځې درد قوي حس کوي .

احساسات او حس _ د ښځو د ژړا کولو ځل د نارينه وو نه څلور چنده زيات دی چه دوي عمومأ د شپې د اوو بجو نه تر لسو بجو پوري ژاړي . دغه راز د زړه تنګ ښځينه ناروغانې د سړو نه زياتې دي .

د وينو فشار _ د يايسګي د رارسيدو نه مخکي د ښځې د وينو فشار د سړي نه ټيټ دی ، خو د يايسګۍ مودې ته د داخليدو نه وروسته د وينو فشار يي لوړيږي او دا يو خطرناک لامل دی ځکه چه د ښځو دپاره په سلو کي نهه پنځوس هغې ښځې چه په مغزي سکته اخته وي ، د وينو د فشار د لوړوالي له امله رامنځته کيږي .

غوښې _د ښځو په نسبت د نارينه وو غوښې په سلو کي شپيته زياتې دي ، د ځوانتوب مودې ته د داخليدو نه وروسته د سړو غوښې شل چنده زياتېيږي ، خو د ښځو غوښي يوازي لس چنده زياتيږي . د سړو غوښې د ټول وجود نه په سلو کي

څلويښت ، خو د ښځو غوښې په سلو کي پنځه ديرش برخه نيسي ، نو د ښځو په نسبت سړي يو په دريمه برخه زورور او قوي دي .

هډوکي او بندونه _ په جرمني کي څلور مليونه تنه په هغې ناروغۍ اخته دي چه د هډوکو اصلي ماده يي نرمه ده چه په دي کي په سلو کي اتيا برخه ښځې دي ، علت يي دا دی چه ښځينه هورمون يي کم دی. د ښځو بندونه د سړو نه نرم دي ، نو د ټپي کيدو امکان يي هم زيات دي .

سږي _ د سړي سږي د ښځې نه نيمه برخه لوي دی ، خو د سګريت څکلو خطر يي د سړي نه سخت دی چه په نتيجه کي سګريت څکونکي ښځې د نارينه وو دپاره د سږې په سرطان د اخته کيدو امکان څلور چنده زيات دی .

زړه _ د سړي زړه د ښځې نه لوي او ټکان يي ورو دی . عمومأ د سړي دپاره هره دقيقه يواويا او د ښځې دپاره اتيا ځله ټکان کوي

شحم _ د سړي شحم د ښځې نه نيمه برخه کمه ده او د ښځې شحم د ټول وجود نه په سلو کي اوه ويشت برخه نيسي ، خو د سړي شحم يوازي اوولس برخه نيسي ، د ښخې شحم عمومأ په خيټه او کناټۍ کي ذخيره کيږي ، خو د سړي شحم عمومأ په نس کي دی .

د صفرا کڅوړه _ د صفرا د تيږې په ناروغۍ د اخته کيدو په هکله د ښځې امکان

د سړي په نسبت څلور چنده زيات دی .

د مصونيت سيستم _ ښځه د سړي په مقايسه زيات پادتن ترشح کوي ، نو د ويروس او مکروب د عفونيت په ضد د ښځې امکان د سړي نه کم دی ، علت يي دا دی چه د ښځې دوه ايکس کورموزومونه لري ، خو سړي يوازي يو ايکس کورموزوم لري او د مصونيت د سيستم په باب خبرونه په دي کورموزوم کي ذخيره کيږي .