<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-10-03 18:23:01    
د چين د لومړنيو ځانګړو پوهنتونو په باب معلومات

cri

لومړی، د کارګرانو لومړنی پوهنتون :

د نونسوه و شپږ ويتشم کال د جون په اته ويشتمه نيټه د چين په جنوبي ښار ګوانګ جو کی د کار پوهنځی جوړ شو چه دا د چين په تاريخ کی د کارګرانو لومړنی عالي مدرسه وه .په دې پوهنتون کی زده کوونکی د بيلا بيلو فابريکو د کارګرانو د کميټی مشران، د کمونيست ګوند او د ځلميانو د اتحاد عمده مسئولين او د ولايتونو او ښارونو د کارګرانو د غورځنګ عمده لارښوونکي وو. دن جونګ شيا د دې پوهنتون د رئيس په توګه او تانګ چو چيانګ د تعليمي چارو د رئيس په حيث وټاکل شول . د پوهنتون په افتتاحييه مراسمو کی ليو شاو چی چه وروسته د چين د ولسي جمهوريت د رييس د مرستيال په توګه انتخاب شو، وينا وکړه .ددې پوهنتون تعليمي دوره څلور مياشتې وې او په هره موده کي دری سوه تنه زده کوونکی ومنل شول . له درسونو څخه د چين د سياسې حالت او د کارګرانو د اتحاد د تشکلاتو د قانون په شمول مضمونونه وشمېرل شول. د چين فقيد صدراعظم جوينلای ددې پوهنتون په بلنه زده کوونکو ته د چين د انقلابي غورځنګ د پرمختګ په باب معلومات معرفی کړل . د اعتصاب د اړتيا سره سم دغه پوهنتون هم د انګليسی ژبی او د نظامي روزنی درسونه جوړ کړل تر څو د دښمنانو پرضد د زده کوونکو د مبارزی قوه پياوړی کړی. مګر دغه پوهنتون يوازی دری تحصيلي دورې دوام درلود ځکه چه د نونس سوه اوه ويشتم کال د اپريل په مياشت کی په ګوانګ جو کی د عام قتل له امله دغه پوهنتون وتړل شو . مګر په دغه پوهنتون کی د چين د انقلاب لپاره ډېر زيات لارښوونکي وروزل شول .

دوهم،د زړو کسانو لومړنی پوهنتون :

د ټولنی د پرمختګ سره سم په وروستيو کلونو کی ډېر زيات عالي رتبه مامورين تقاعد شويدي او د دوی د وروستي ژوند د ښه ترتيب نه پرته ، د زړو کسانو لومړنی پوهنتون د نونس سوه و دری اتيايم کال د سپتمبر په اوولسمه نيټه د شان دونګ ولايت د جی نان په ښار کی د شان دونګ د ولايت د سره صليب د ټولنې لخوا جوړ شو. زاړه زده کوونکي کولي شي چه د دوه نيم کالو په موده کي د روغتيا،د زړو کسانو د سپورټ، باغواني، خطاطۍ ، نقاشۍ ، تاريخ او جغرافيا او کلاسيکو ادبياتو په شمول نه درس ولولي . هغو زده کوونکو ته چه ټاکل شوی ميعار ته رسيږي ، افتخاري ديپلوم ورکول کيږي . د دې پوهنتون په لومړی تحصيلي دوره کی ددې ولايت د بيلا بيلو ارګانونو څخه نه سوه شپږ دېرش تنه تقاعد شوي مامورين ومنل شول.

دريم، د کليو د اقتصاد د اداره کولو په ساحه کي د کادرانو لومړی پوهنتون:

د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون په ژورتيا سره، د کليو بيلا بيل سازمانونه د اقتصاد د اداره کولو په ساحه کي زيات شمير کادرانو ته اړتيا لري . نو د نولس سوه دري اتيام کال د سپتمبر په يوولسمه نيټه د کليو د اقتصاد د اداره کولو په ساحه کي د کادرانو د روزنی لپاره يو پوهنتون د چين د کرنې د وزارت خوا په رسمی توګه جوړ شو. دغه پوهنتون د هه بی ولايت د لانګ فانګ په ښار کی واقع دی او پکی د کرنی د کولکتيفي اقتصاد، د کليوالي تصديو د اداره کولو ،د کليو د حسابدارانو او د کليو د انرژۍ او ابادی په شمول پنځه تخصصونه جوړ شول. زده کوونکی بايد په دغه پوهنتون کی د دوو کالو لپاره زده کړه وکړی. د دې پوهنتون په لومړی تحصيلي کال کی يو سلو څلويښت تنه زده کوونکی ومنل شول.

څلورم، د ولسوالی لخوا جوړ شوي لومړی پوهنځی:

د جيانګ سو د ولايت د شا جو د انجنيرۍ پوهنځی په چين کی د ولسوالۍ لخوا جوړ شوي لومړني عالي مسلکي مدرسه وه چه د کليو د اقتصاد د ګړندی ترفی د اړتيا د پوره کولو لپاره په نونس سوه څلور اتيايم کال کی جوړ شو.