<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-10-03 18:30:49    
د سرحدی بندرونو ابادی په قوی توګه د شينجيانګ د خارجی اقتصاد او تجارتی انکشاف په برخه کی ستر رول لری

cri

د چين د شمال لويديځ برخی د شينجيانګ د ويغوری قوم خودمختاره سيمه د روسيی ،قزاقستان ،پاکستان ،افغانستان او هند په شمول له اتو هيوادونو سره ګډه پوله لری او دا په چين کی لومړی سيمه ده چی له نورو هيوادونو سره ډيری ګډی پولی لری او پکی ١٧ سرحدی بندرونه شته .د څو کلونو د انکشاف نه وروسته نوموړی سرحدی بندرونه د چين او منځنی اسيايی هيوادونو او د شاوخواوو سيمو ترمنځ د مستقيمو تجارتی لارو په توګه ګڼل کيږی او شينجيانګ د چين د ورخلاصون کړکۍ ګرځيدلی دی او په عين وخت کی نوموړو سرحدی بندرونو د شينجيانګ د اقتصادی او تجارت د چټک انکشاف دپاره مهم رول لوبولی دی .

د نوموړو سرحدی بندرونو په منځ کی د الاپه نامه سرحدی بندر ډير مشهور دی چی د شينجيانګ د بورتالا د مغولی په خودمختاره ناحيه واقع دی او له قزاقستان سره ګډه پوله لری او د چين په شمال لويديځ کی هغه يوازنی لومړی درجه سرحدی بندر دی چی پکی اوسپنيزی لاری او سړکونه شته .د الا د غرنی سرحدی بندرد اداری کميټی مسئول يوو ځان جون خبريال ته وويل (اواز......................................)په ١٩٩٤ کال کی زمونږ د سرحدی بندر له لاری د مالونو د ليږدولو اندازه يوازی څلور سوه ديرش زرو ټنو ته رسيدله مګر په ١٩٩٩ کال کی نوموړی اندازه دری مليونو شپږ سوو اوويا زرو ټنو ته و رسيدله .د ٢٠٠١ کال له پيل نه هر کال نوموړی اندازه په سلو کی د ٢٥ په سرعت سره زياتيږی او سږ کال به له يوولسو مليونو ټنو نه زياته شی .

د شينجيانګ د لين يوان تجارتی محدود شرکت د لرګيود چمتو کولو دپاره يو شرکت دی او د دوی فابريکه د الا سرحدی بندر ته نژدی جوړه شوی ده .د نوموړی شرکت د اداری دفتر مسئول لو يونګ جون وويل چی که څه هم د دوی د فابريکی د جوړيدو نه راهيسی يوازی يو کال تيری شوی دی مګر زياتی اقتصادی ګټی يی تر لاسه کړی دی او تير کال د دوی دشرکت توليدی ارزښت اتيا مليونو ژن مين بی يونو ته رسيدلی دی .

(اواز.......................) ځکه دلته اوسپنيزی لاری موجود دی او اومه لرګی دلته ډير دی او بيا زمونږ په فابريکی کی چمتو کيږی . له دی امله مونږ د الا په سرحدی بندر کی فابريکه جوړه کړه او دا لازمه نه ده چی مونږ لرګی اروموچی ښار ته انتقالی کړو ځکه د فابريکی دپاره د لرګيو او نورو موادو د انتقالی لګښت دومره زيات نه دی .مونږ د دغه فابريکی د جوړيدو دپاره د پنځلسو مليونو ژن مين بی يونو پيسی اچولی دی او پکی دری سوه اتيا کارکوونکی شته چی په دی جمله کی يی محلی کسان هم شامل دی

د پلان سره سم به تر ٢٠١٠ کاله پوری د نوموړی سرحدی بندر له لاری د مالونو د تيريدو اندازه پنځوس مليونو ټنو ته ورسيږی او تر هغه وخت پوری به د نوموړی سرحدی بندر ورداتی او صادراتی تجارت او صنعتی ارزښت څو چنده زيات شی .

د الاغره سرحدی بندر په شان د هورموس سرحدی بندر چی د شينجيانګ د ايی لی د قزاق په خودمختاره ناحيه کی واقع دی ،له قزاقستان سره ګډه پوله لری .مګر د هورموس سرحدی بندر اوس له چين نه د منځنی اسيا او اروپا هيوادونو ته د تللو دپاره لومړی مځکنی بندر دی او د سرحدی تجارت او توريزم له امله مشهور دی .

د چين او قزاقستان ترمنځ د اقتصادی او تجارتی تګ راتګ د پياوړتيا او د دواړو هيوادونو ترمنځ د سرحدی سيمو د ګډ انکشاف او سمسورتيا د پرمخبيولو دپاره د چين حکومت د ٢٠٠٤ کال د سپتمبر په مياشت کی د قزاقستان له حکومت سره موافقی ته رسيدلی دی اوپکی يی په هورموس کی د ١٤ مربع کيلو مترو په مساحت د چين او قزاقستان ترمنځ د سرحدی همکاری بين المللی مرکز جوړ کړی .

د ايی لی د قزاق د خودمختاره ناحيی مسئول جانګ ګو ليانګ وويل

(اواز............................)د دی مرکز له لاری به د چين او د ختيځی اروپا او روسيی او منځنی اسيا د هيوادونو ترمنځ اړيکی ټينګی شی څوچی دغه مرکز د ازادی تجارتی سيمی په شان کورنی او بهرنی شرکتونه ځانته راجلب کړی .

د معلوماتو له مخی د شينجيانګ دبيلا بيلو سرحدی بندرونو د ورخلاصون او انکشاف سره سم به د شينجيانګ څخه د صادارتی مالونو د چمتو کولو د اډی او د انرژی د وارداتو اود معدنی موادو د چمتو کولو اډی بدل شی .نن ورځ شينجيانګ د چين په شمال لويديځ کی يو مهم بين المللی تجارتی مرکز ګرځيدلی دی .