<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-10-04 20:24:08    
په چين کي د تينيس سرخلاصه لوبه په کامياب ډول پاي ته ورسيده

cri

ګرانو اوريدونکو ، د چين د تينيس سرخلاصه لوبه د سپتمبر له لسمی نيټی څخه تر پنځه ويشتمی نيټی پوری په بيجينګ کی تر سره شوې او د نړۍ د مختلفو هيوادونو څه دپاسه څلور سوه ورزشکارانو پکی ګډون درلود ٠ که څه هم دغه لوبه په چين کی دوهمه لوبه وه ، خو د چين اړوندو څانګو په نړۍ کي د تينيس د نورو څلورو نامتو سرخلاصو لوبو په شان ددې لوبې د بريالي جوړيدو لپاره تر وسی پوری کوشش کړيدي ٠ د سپورت نړۍ په نننی پروګرام کی به په دې باره کی يو مضمون واورئ چه عنوان يی دی په چين کي د تينيس د سرخلاصی لوبې د بريالی جوړيدو لپاره ډير کوشش شويدی .

د بيجينګ د سپورتی چارو د ادارې مرستيال لی جين کانګ وويل چه د تينيس د يوی ښه سرخلاصی لوبې تر سره کيدل د بيجينګ ښار د انکشاف سره اړه لری ٠ هغه وويل د بيجينګ ښار د انکشاف د پلان لمخې بايد د بيجينګ ښار په يو بين المللی سپورتي مرکز بدل شي ، نو بايد ځينی ښی او لويې لوبی پکي جوړې شي .د مثال په توګه د تينس تازه ختمه شوې سرخلاصه لوبه ٠ تير کال په بيجينګ کي د تينيس لوبه د لومړی ځل لپاره تر سره شوه او د جوړيدو د حالت له لحاظه نوموړي لوبه د بين المللی ټولنی د توجه وړ ګرزيدلي ده٠

د لوبې د اړوندو څانګو د کوششونو له برکته په چين کي د تينيس جوړې شوي سرخلاصې لوبې په لوړې سطحې سر ته رسيدلي دي ٠ اوس دغه لوبه په عمده توګه د

نارينه وو دپاره د بين المللی مسلکی ټولنی او د ښځو دپاره د تينيس د بين المللی ټولنی په اړه د سيالو څخه يوه برخه ده او په عين وخت کي د هغو هلکانو او نجونو دپاره مسابقه هم جوړيږي چه عمر يي د اوولسو کالو نه کم دی ٠

د دې لوبی د جوړيدو لپاره په چين کي يو مرکزی ميدان او نور څواړس فرعی ميدانونه شته چه نوموړي مرکزي ميدان د څه دپاسه شپږو مليونو امريکائی ډالرو په مصرف جوړ شوي او لس زر تنه ليدونکی پکي ځاييږي ٠ د تايلند ورزشکار سريچاپاي وويل چه د چين دغه مرکزي ميدان په اسيا کي تر ټولو نه ښه ميدان دي .

د يوی ښی لوبی د بريالي جوړيدو لومړي شرط دا دی چه د نړۍ ډير غښتلي او غوره ورزشکاران بايد په کي ګډون وکړي ٠په چين کي د تينيس په سږني سرخلاصي لوبې کی د هسپانيې لوبغاړی نادال چه د تينيس د نارينه وو په يوی کسيزی مسابقی کی ئی دوهم مقام نيولی او د امريکی لوبغاړې داوينپورت او د روسيی ښکلی لوبغاړې ماريا شاراپوفا چه د تينيس د ښځو په يوی کسيزی مسابقی کی لومړی او دوهم مقامونه نيولی او نورو شپږو ښځينه وو غوره ورزشکارانو پکی برخه اخيستي ده ٠

د هسپانيی لوبغاړی پيريرو چه په ٢٠٠٣ کال کی يي د فرانسی د تينيس په يوی کسيزی مسابقی کی لومړي لمبر وګاټه وويل چه ما د چين د ځانګړي کلتور او د چين د تينس د لوبو د ښه ميدان او جدي ترتيبت له امله په دغې لوبې کی ګډون وکړ٠ هغه وويل ډير خوشحاله يم چه په چين کي د تينيس د لوبو دپاره هر ډول مساعده زمينه برابره شويده ، که څه هم په چين کي د لوبې د ميدانونو د جوړولو دپاره د نورو

مشهورو لوبو په نسبت کمې پيسې مصرفي شويدي ، مګر د بيلا بيلو هيوادونو لوبغاړي د چين له ښې پذيرايی او ترتيباتو څخه ډيرخوشحاله دی .

د تير کال په مقايسه سږني لوبه په لوړه سويه پاي ته رسيدلې ده ، نو ښه شهرت يي هم موندلی دی ، په تازه ختمه شوي لوبه کي د چين مرکزی تلويزيونې ستيشن د ليدونکو دپاره د بيلا بيلو مسابقو په هکله يو سلو پنځوس ساعتونه پروګرامونه جوړ کړي او د ستوري په نامه د بين المللی نامتو تلويزيوني ستيشن هم د مصنوعي سپوږمۍ په واسطه ددې لوبې ټول بهير خپر کړي او د امريکې ، سويدن او هسپانيې په شمول هيوادونو کي برخه ايزې مسابقې نندارچيانو ته ښودل شويدي ، علاوه پردې څلور سوه شل تنو چينايي او بهرنيو خبريالانو د نوموړي لوبې څخه راپورونه خپاره کړيدي ٠

لی جين کانګ وويل چه په چين کي ددې لوبې د جوړيدو هدف دا دی چه د تينيس پنځمه نړيواله سرخلاصه لوبه جوړه شي٠ ښاغلي لي جين کان وويل د تينيس د نورو نړيوالو څلورو لويو سرخلاصو لوبو په مقايسه زمونږ په لوبه کي لا هم ځيني نيمګړتياوی شته ، خو مونږ به تر ممکنه حده پوري کوشش وکړو څو چه خپل ټاکل شوي هدفونه سر ته ورسوو .