<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-10-04 20:40:48    
لومړنی رئيس

cri
لومړنی رئيس
دميتليوس ويکلاس په ١٨٣٥ کال کی په يونان کی وزېږېده او د پان يونان د کلاب د يوه غړي په حيث د يونانيانو په نماينده ګۍ د پاريس په غونډه کی برخه واخيسته چی د ګوپيتن تر رياست لاندي جوړه شوه .
په نوموړی غونډه کی هغه په يونان کی د اولمپيک د لومړنی دورې د معاصری سپورتی لوبو د جوړېدو څخه قوي ملاتړ څرګند کړ. نو د دې غونډې نه وروسته هغه د اولمپيک د بين المللی کميټې د لومړنی رئيس په حيث وټاکل شو چی د ماموريت موده يي تر ١٨٩٦ کاله پوري وه . هغه په ١٩٠٨ کال کی مړ شو او په ټول عمر کی يی د اولمپيک د سپورتی چارو د پرمختګ دپاره مثبت کوښښونه او ستر خدمتونه سر ته ورسول .
دوهم رئيس
ګوپيتن چی په فرانسه کی زېږېدلی، يو تاريخ پوه او د اولمپيک د معاصری سپورت موسس و .
د هغه د پيشنهاد سره سم په ١٨٩٤ کال کی په پاريس کی د بين المللی سپورت غونډه پر ځاي شوه او په دې غونډه کی د اولمپيک بين المللی کميټه تاسيس شوه او د اولمپيک د بين المللی کميټې لومړنی منشور دده لخوا طرح شو . په ١٨٩٦ کال
کی د هغه په کوښښونو سره د اولمپيک معاصری سپورتی لوبې په اتن کی تر سره شوې او په همدې کال کی هغه د اولمپيک د بين المللی کميټې د رئيس په توګه وټاکل شو. د ١٩١٢ کال د اولمپيک د پنځمې دورې په سپورتی لوبو کی په هغه وخت کی په سپورتی لوبو کی د ځينو مسئلو له امله ګوپيتن د ورزش د ستاينې مشهور شعر خپور کړ. په ١٩٢٥ کال کی هغه استعفا وکړه او د دايمی افتخاري رئيس په توګه يی وټاکل شو. د اولمپيک د سپورتی لوبو د اعاده کېدو او پرمختګ دپاره د سترو خدمتونو د تر سره کولو له امله ګوپيتن د اولمپيک د پلار په توګه وبلل شو.
دريم رئيس
هانری ده بايی لاتور چی د بيلجيم د شهزاده ګۍ په کور کي وزېږېده ، په ټول عمر کی يي د اولمپيک له سپورتی چارو څخه ملاتړ وکړ. د شلمې پېړۍ د دوهمې لسيزې په پيل کی هغه په هالند کی د بيلجيم يو ديپلومات و. په ١٩٠٦ کال کی د هغه په زياتو کوښښونو له برکته په بيلجيم کی د اولمپيک دولتی کميټه جوړه شوه. د لومړی عمومی جګړې نه وروسته يي په ١٩٢٠ کال کي د اولمپيک د سپورتی لوبو د تدارکاتو او برياليتوب دپاره ستر خدمتونه تر سره کړيدي. په ١٩٢٥ کال کی هغه د ګوپيتن پر ځای د اولمپيک د بين المللی کميټې د رئيس په حيث وټاکل او په ١٩٤٢ کال کی يی مړ شو.
څلورم رئيس
سيګفوريد ايتسراو چی په سويدن کي وزيږيده ، په پوهنتون کی يی د لنډ
واټن په ځغاسته کي ملي ريکورډ ټينګ کړ . په ١٩١٢ کال کی د اولمپيک د پنځمې دورې د سپورتی لوبو په بهير کی هغه د اتلاتيک د بين المللی ټولنې د جوړېدو په هکله پيشنهاد وړاندی کړ او ددې ټولنې د مشرۍ دنده يي په غاړه واخيستله . په ١٩٢٠ کال کی هغه د اولمپيک د بين المللی کميټې د يو غړی ، په ١٩٣١ کال کی يی د دې کميټې د مرستيال په توګه ومنل شو او په ١٩٤٦ کال کی د دې کميټې د رئيس په توګه وټاکل شو. سيګفوريد ايتسراو په خپل عمر کي د اولمپيک د سپورتی لوبو، په تيره بيا د نړۍ د اتلاتيک د پرمختګ دپاره مهم خدمتونه تر سره کړيدي.