د چين د شينجيانګ د ويغوري قوم خودمختاره سيمه د چين هغه سيمه ګڼل کيږي چه مساحت يي تر ټولو نه زيات دي ٠ په دي سيمه کې چه مساحت يي د چين د عمومي مساحت نه يو په شپږمه برخه نيسي ، د کرلو وړ مخکې څه د پاسه درو مليونو هکتارو ته رسيږي ٠ په دي سيمه کې ځټکي ، انګور هندواڼۍ او نوري ډيرې ميوې او د پمبې په شمول زراغتي توليدات ډير شهرت لري ٠ په دي وروستيو کلونو کې په دي سيمه کې د عنعنوي زراعتي توليداتو د پرمختيا په عين وخت کې د بيلا بيلو توليدي چارو ته هم زياتې مرستې او ملاتړ برابري شوي
دي چه ډيرو مالدارانو او بزګرانو له دي څخه ګټې اخيستي دي ٠
د نوموړي سيمې د پهتايکري د علاقه داري د ويغوري قوم بزګر ژوز تولسون خبريال ته وويل چه هغه د غوايانو د روزني له لارې په خپل ژوند کې لوي بدلون رامنځته کړي دي ٠ پنځه کاله د مخه هغه په خپلو ذخيره شويو پيسو څو غوښه ورکوونکي غوايان واخيستل او د غوايانو د روزني په چارو يي پيل وکړ ٠ څو کالو نه وروسته د غوايانو د خرڅولو په اتکا عايدات يي په چټکۍ سره زياتې شوي دي ٠ تير کال هغه د يو لکو پنځوس زرو ژن مين بي يوانو په مصرفولو سره نوي کورونه جوړ کړل او تراکتور او موټر سايکل يي هم اخيستي دي ٠ هغه خبريال ته وويل چه اوس ژوند مي ډير ښه دي ، پخوا ښاريانو مونږ ته په سپکه سترګه کتل ، خو اوس زمونږ اود ښاريانو منځ کوم توپير نه شته ٠
د شينجيانګ په سيمه کې د تورسون په شان داسي بزګران چه د کورنيو حيواناتو د روزنې له لارې شتمن شوي ، ډير زيات دي ٠ د پهتايکري د علاقه داري رئيس اقبال توراهونګ خبريال ته وويل چه د محلي سيمي حکومت د بيلا بيلو تدبيرونو په غوره کولو سره د کورنيو حيواناتو د روزنې په برخه کې نوموړو بزګرانو ته زياتې مرستې برابري کړي دي ٠ هغه وويل چه مونږ په وړيا ډول هر هغه بزګر ته چه کورني حيوانات روزي يوه اندازه مځکه برابروو څو چه د کريديت پيسې ادا کړي ٠ تير کال په دغه علاقه داري کې د ځينو بزګرانو کلني عايدات له ديرش زرو ژن مين بي يوانو نه اوښتي ؤ ٠
په شينجيانګ کې نه يوازي زيات بزګران خپله د شتمنۍ هيله دکورنيو حيواناتو په روزني تړي بلکه د شتمنۍ د لاس ته راوړلو دغه لاره يو شمير ښاريانو هم د ځان له پاره غوره کړې ده ٠ ښاغلي چن سيان يو داسي نوي بزګر دي چه له ښار څخه راغلي او په کليو کې شيدي ورکونکي غواګانې روزي ٠ هغه د تقاعد نه د مخه د شينجيانګ د مرکز وروموچي د يو ښوونځي کار کوونکي ؤ ٠ دوه کاله مخکې هغه د څو لکو ژن مين بي يوانو په راغونډولو سره په دي سيمه کې څه د پاسه شل شيدي ورکوونکي غواګاني واخيستلې او د شيدو د خرڅولو په چارو يي پيل وکړ ٠ اوس د نوموړو غواګانو شمير څه د پاسه شپيته ته رسيږي او هره مياشت يي د شيدو و خرڅولو له لارې تر لاسه شوي عايدات نژدي لس زرو ژن مين بي يوانو ته رسيږي
پرته د کورنيو حيواناتو د روزنې نه د شينجيانګ په سيمه کې د پمبې کرل هم د بزګرانو له عمده و عايداتو څخه دي ٠ بر سيره پر دي له دي امله چه شينجيانګ هم د سوربانجانو د کرلو په برخه کې د نړۍ له درو لويو سيمو څخه دي او د سوربانجانو کلني توليدي اندازه يي له څلور مليونو ټنو څخه اوښتي ده ، نو سوربانجان هم د شينجيانګ د سرې رنګه چارې په توګه ګڼل کيږي ٠ د شينجينګ د تون حه شرکت عمومي مينجر ښاغلي تان يي لونګ خبريال ته وويل چه څو کاله د مخه زمونږ د شرکت د پرمختيا لورې د زراعتي توليداتو چمتو کولو ته اړول شوې دي ٠ د څو کلونو د کوششونو له لارې اوس دعه شرکت په چين کې د سوربانجانوڅخه د سوس د جوړولو تر ټولو نه لويه تصدۍ ګرزيدلي ده ٠ هغه وويل چه د نوموړي شرکت د سوس د توليد
کلني توليدي اندازه څه د پاسه دوو لکو اويا زرو ټنو ته رسيږي چه دغه اندازه د ټول هيواد نژدي نيمه برخه نيسي ٠ اوس زياتره برخه توليدات خارجي هيوادونو ته صادريږي چه صادراتي اندازه يي د نړۍ د عمومي اندازي نه په سلو کې اوه لس او د چين د عمومي اندازي نه په سلو کې څلويښت برخه نيسي ٠