<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-10-05 19:59:27    
د علمي او تخنيکي اختراعاتو په اتکا د تصديو چټکه وده

cri

د شينجانګ د ويغوري قوم خودمختاره سيمه د چين په شمال لويديځ کي پرته ده . د اوږدې مودې راهيسې د بيلا بيلو علتونو له امله ددې سيمې زياترو صنعتي تصديو په عمده توګه ابتدايي توليدات جوړول ، نو د بازارونو د رقابت په بهير کي يي کوم تفوق نه درلود . مګر اوس خبريال وليدل چه د علمي او تخنيکي اختراعاتو په استعمالولو سره زيات توليدات يي ښه بازار لري او په بين المللي رقابت کي يي هم ښيګڼې تر لاسه کړيدي .

د شينجيانګ د خاص ترانسفورموتور شرکت پخوا يوه کوچني فابريکه وه او هر کال يي يوازي د دوو لکو ژن مين بي يونو په ارزښت کوچني ترانسفور موتورونه پلورل او اوه لکه يونه پورونه يي په غاړه درلودل . خو اوس ددې شرکت د خرڅلاو کلني ارزښت له پنځو ميلياردو يونو څخه اوښتی دی . د نوموړي شرکت مشر جانګ شين وويل (أواز) پخوا زمونږ لخوا توليد شوي کوچني ترانسفورموتور يوازي پنځلس يونه وو. خو اوس زمونږ د يو ترانسفورموتور بيه پنځه مليونه امريکايي ډالره دي . زمونږ د شرکت لخوا توليد شوي ترانسفورموتورونه په لويو پروژو کي استعماليږي ، مثلا د يانځه سيند په درو تنګناوو کي د اوبو د کنترول په پروژه کي ، د بيجينګ د اولمپيک د سپورتي ميدانونو يا ستيديومونو کي ، د کيهاني بيړۍ د توغولو او د امريکي په لويديځ کي د بريښنا د شبکې د اصلاح په پروژه کي استعماليږي ، لنډه دا چه دننه په هيواد کي د اړتياوړ ترانسفورموتورونو څخه په سلو کي شل برخه زمونږ د شرکت لخوا توليديږي . ښاغلي جانګ وويل چه زمونږ په شرکت کي لس زره تنه کارکوونکي شته او عمومي دارايي مو اتو ميلياردو يونو ته

رسيدلي ده . ښاغلي جانګ خبريال ته وويل (أواز) تير کال مونږ د توليداتو د خرڅلاو د عايداتو څخه په سلو کي څلور اعشاريه اوه برخه په علمي څيړنې کي مصرف کړي په بله ژبه هر کال درې سوه مليونه يونه په دي برخه کي اچول کيږي . سږ کال به دغه تناسب پنځه فيصدۍ ته لوړ شي .

په شينجيانګ کي د خاص ترانسفورموتور د شرکت په شان نورو لوېو تصديو هم د علمي او تخنيکي اختراعاتو د استعمالولو څخه زياتې ګټې اخيستي دي ، مثلا د شينجيانګ د جون هه په نامه محدود شرکت چه د ألومينيوم د توليدولو پنځوس کاله تاريخ لري، د باغ په شان ډيره پاکه فابريکه ده . ددې شرکت مسئول يانګ پو خبريال ته وويل چه پخوا زمونږ فابريکه داسي فابريکه وه چه د انرژۍ لګښت يي ډير جګ و او چاپيريال ته يي ککړتيا رسوله . خو څو کاله دمخه د علمي او تخنيکي اصلاحاتو له برکته د انرژۍ لګښت او چاپيريال ته يي ککړتيا کمه شويده . هغه وويل (أواز) اوس زمونږ لخوا توليد شوي خالص ألومينيوم دننه په هيواد کي د اړتياوړ الومينيوم اتيا فيصده برخه نيسي او د تير کال نه زمونږ توليدات جاپان او د جنوب ختيځې اسيا هيوادونو ته صادريږي . تير کال زمونږ د توليداتو د پلورلو ارزښت پنځو سوو پنځوسو مليونو يونو ته ورسيد .

د ذکر شويو دوو شرکتونو په مقايسه د شينجيانګ د نوي انرژۍ شرکت چه د لمر د انرژۍ په واسطه د بريښنا د توليدولو جنراتورونه پکي توليديږي ، داسي ځوان شرکت دی چه يوازي پنځه کاله دمخه جوړ شوې . خو دغه شرکت د علمي او تخنيکي اختراعاتو په اتکا په لنډه موده کي چټکه وده موندلې ده . درې کاله دمخه د چين حکومت د هيواد په ګوښه کليو کي د بريښنا د اړتياوو د پوره کولو دپاره پلان جوړ ګړيدی . ددي شرکت عمومي منيجير هوانګ شين دونګ وويل (أواز) د نوموړي پلان د بشپړولو دپاره زمونږ شرکت د لمر د انرژۍ د استعمالولو په څيړنې کي زيات قوت اچولی دی ، نو د پوره تياري په حال کي مو د مناقصې له لاري د حکومتي پلان په مرسته د ټاکل شوي څلويښت فيصده برخه تر لاسه کړه چه د درو کلونو د کوششونو په اثر زمونږ دنده په پوره توګه ترسره شويده يعني په دوو سوو کليو کي زمونږ د شرکت لخوا د توليد شويو جنراتورونو په استعماليدو سره د بريښنا اړتياوي بشپړې شويدي .

خبريال د شينجيانګ د اړوندې څانګې څخه خبر اخيستې چه د وروستيو پنځو کلونو راهيسې د شينجيانګ لويو او منځنيو تصديو د علمي او تخنيکي اصلاحاتو د تر سره کولو دپاره پنځوس مليارده ژن مين بي يونه چه د څه دپاسه شپږ ميلياردو امريکايي ډالرو سره برابر دی ، اچولي دي چه په نتيجه کي د علمي او تخنيکي څيړنې په برخه کي د تصديو توان او سويه لوړه شويده .