<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-10-05 20:03:54    
ولی اولادونه خپلو پلرونو او زړو ميندو ته د نفقه ورکولو مسئوليت لری ؟

cri

د زړو کسانو احترام کول ، له کوچينيانو سره مينه لرل او يو له بل سره مرسته کول د انسان غوره اخلاق او د نن ورځی په اجتماعی او کورنی ژوند کی يو مهم اخلاقی معيار ګڼل کيږي ٠ زمونږ په نظر په يوه کورنی کی زوی يا لور چه لوی شی ، هم بايد د خپل پلار او مور احترام وکړي او دوی ته د نفقه ورکولو وجيبه په غاړه واخلي ٠

ټولو ته معلومه ده چه اکثرو زړو کسانو د ټولنی لپاره خدمتونه تر سره کړې او د خپلو اولادونو د روزنی او تربيی لپاره يی ځانونه ډير ستړی کړی دی ٠ نو اولادونه هم بايد د خپلو پلرونو او ميندو د رناوی او ساتنه وکړي ، کله چه د دوی د کار طاقت له لاسه ورکړي ، بايد د ټولنی تر ساتنی لاندی راشي او د خپلو اولادونو لخوا نفقه تر لاسه کړي ٠ خو څرنګه چه اوس د نړۍ په مختلفو هيوادونو کی اجتماعی نظامونه بيل بيل دی او زياتره هيوادونه پرمختيايی هيوادونه دی ، نو ځکه د ټولو زړو کسانو د ژوند لګښتونه د دولت لخوا بايد برابر شي ٠ البته د احتمی مسوليت په عمده توګه د دوی د اولادونو په غاړه دی ٠

د مثال په توګه په چين کی زياتره ځوانان د زړو کسانو احترام کوی او په کور کی له د خپل پلار او مور سره ډيره مرسته او پاملرنه کوی ٠ حتی ځينی يی د شل ګونو کلونو لپاره هغو سپين ږيرو او يتيمانو ته چه څوک نه لری ، نفقه ورکوی ٠ مثلأ د چين د جيان سو ولايت د شه يانګ په ولسوالی کی يو ځوان بزګر چه ګو بين تاو نوميږي ، د شلو ګونو کلونو راهيسی له يوه سپين ږيری سره چه اولاد نه لری ، يو ځای ژوند کوی او د خپل پلار په شان ئی زياته پاملرنه کوی ٠ ځکه چه دغه سپين ږيری اتيا کالو ته

رسيدی او په ژوند کی ئی ډيرمشکلات شته ٠ په داسی حال کی ځوان بزګر ګو بين تاو دغه سپين ږيری په خپل کور کی ومانه او يو ځای ور سره ژوند کوی ٠ د زياتو کلونو نه راهيسی ګو بين تاو هره ورځ د ده لپاره خوندوره ډوډۍ تياروی ، ځکه چه د سپن ږيری روغتيا عمزدری ده ٠ کله چه د دوبی په موسم کی هوا ډيره توده وی ، ګو بين تاو هره شپه د نوموړی سپين ږيری بدن منيځی او ورسره مرسته کوی ٠ د دغه سپين زيری د زيږيدنی ورځی د نمانځنی لپاره ګو بين تاو هغه ته نوی جامی او ښه ښه خوراکونه تياروی او ډير دوستان او خپلوان خپل کور ته راغواړی ٠ دوی په ډيری خوشحالی سره سپين ږيری ته توده مبارکی وائی او خوښ ېی ساتي ٠ حتی ولسوال هم د مبارکی لپاره نوموړی کور ته راځی ، نوموړی سپين ږيری په داسی حال کی ژيړی او ښکی ئی په مخ روانی وی او په احساستو داسی وويل زما نيکمرغه ژوند بلکل د ځوان ګو بين تاو د شپی او ورځی د مرستی او پاملرنی نتيجه ده ٠ ځينو خلکو له ګو بين تاو څخه پوښتنه وکړه چه تاسی دومره په کړاونو سره د دغه سپين ږيری پاملرنه کوی څه مقصد لری ؟ هغه په ځواب کی وويل چه سل کلن سپين ږيری ما ته هيڅ ګټه نه رسوی ، دا هيله هم نه لرم چه له هغه څخه څه ځانی ګټه واخلم ٠ يوازنی هيله می دا ده چه د ټولنی او ولسونو لپاره تر خپلی وسی پوری څه ګټوور کارونه وکړم ٠

ويل کيږی چه ګو بين تاو د نوی نسل ځوان دی او هغه د غوره اخلاق خاوند دی ٠ د نوموړی دا ښه عمل د انسان د متمد نه څرګندوی دی ٠ خو دلته مونږ بايد ووايو چه نن ورځ داسی بده پديده هم ليدل کيږی چه ځينی ځوانان د زړو کسانو درتاوی نه کوی او خپل پلار او مور ته د ژوند ښه زمينه نه برابروی ٠ مثلأ په ځينو کورنيو کی پلار او

مور تنخواه لری ، نو اولادونه يی غواړی چه له دوی سره پو ځای ژوند وکړي ، بر عکس که د پلار او مور تنخواه ئی کمه وی يا په ناروغی اخته وی ، نو اولادونه ئی نه غواړی چه له دوی سره يو ځای ژوند وکړي ، بلکه خپل پلار او مور يوازی پريږدی او پدی توګه هغوی پر ته د خپلو اولادونو سره مرستی په عذاب ژوند کوی ٠

مونږ هيله لرو چه ځوانان د لويدو نه وروسته ، د خپل پلار او مور احترام وکړي او له دوی سره يو ځای ژوند وکړي ٠