د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی، د پاکستان صدراعظم شوکت عزيز د اکتوبر په څلورمه نيټه د هند د خارجه وزير سينګ سره د خبرو اترو په ترڅ کی وويل چه د کشمير د مسئلې د حل لپاره هره خوا بايد پوره جرات او انعطاف منونکی رويه ولری. د پاکستان مطبوعاتی ذرايعو د اکتوبر د پنځمی نيټی د خبر له مخی، عزيز د نوموړو خبرو اترو په ترڅ کی وويل چه په دوامداره توګه د پاکستان او هند تر منځ د هر اړځيز ديالوګ پرمخبيول د دواړو هېوادونو تر منځ د روابطو د ښه والی لپاره ګټور او د کشمير د مسئلې د حل لپاره هم مفيد دی. دغه راز هغه وويل چه د کشمير د مسئلې د حل نه مخکی، پاکستان او هند به ازاد تجارت و نه کړی.
|