<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-10-07 17:25:51    
د امريکې مشهور فلمي ستوري مارلون براندو

cri
 د ٢٠٠٤ کال د جولاي په ٢ نيټه د امريکې يو مشهور او ستر فلمي ستوری مارلون براندو د اتيا کالو په عمر له دنيا څخه خپلې سترګې پټې کړې ٠ دا د امريکې د فلم په حلقه کې يوه ډيره ستره ضائع او د نړۍ په هنري ساحه کې يوه لويه او ستره ضائعه ګڼل کيږي ٠

مارلون براندو د شلمې پيړۍ په پنځمه لسيزه کې په فلم کې د رول په لوبولو پيل وکړ ٠ د هغه وخت نه راهيسي په تيرو پنځوسو کالو کې مارلون براندو د اوسکار د فلم په فيستوال کې دوه ځله طلايي جايزې وګټلې ٠

مارلون براندو د ١٩٢٤ کال د اپريل په دريمه نيټه د امريکې د-nebrasca په ايالت کې وزيږيد٠ د منځني ښوونځي نه د فارغ کيدو نه وروسته هغه د تياتر په هنري ښوونځي کې زده کړه وکړه او په ١٩٤٤ کال کې د امريکې په -broadway کې په هنري کار پيل وکړ او خپل هنري استعداد يې و ښود ٠

مارلون براندو په ١٩٥١ کال کې -a streetcar named desire- په نامه فلم کې اصلي رول ولوباوه او د خپلې وتلي او ممتازې نندارې له امله د اوسکار جايزې د ګټلو دپاره نوم ثبت شو، ورپسي په ١٩٥٤ کال کې د هغه نوم يو ځل بيا د-on the waterfront- په فلم کې د اصلي رول لوبونکي په حيث د اوسکار د جايزې د ګټلو دپاره ثبت شو او په پاي کې يې د اوسکارطلايي جايزه وګټله ، هغه د لومړي ځل دپاره د اوسکار د فلم په فيستوال کې د فلم دډير غوره او ممتاز اصلي رول لوبونکي په توګه وټاکل شو٠ 

ورپسي په ١٩٧٢ کال کې مارلون براندو د-godfather- په نامه فلم کې د خپلې وتلي نندارې له امله د دوهم ځل دپاره د اوسکار جايزه ترلاسه کړه ٠ مارلون براندو په خپل ټول عمر کې په څه دپاسه ٤٠ فلمونو کې رول لوبولی او د خپل ممتازو او وتلو نندارو ښودلو له امله يې د امريکې او نړۍ په فلمي ساحه کې ښه شهرت موندلی او خپل غوره مقام يې ټينګ کړی دی ٠

که څه هم مارلون براندو په هنري برخه کې ستر برياليتوبونه ترلاسه کړي دي خو دده په ټول ژوند کې نيکمرغي او بدمرغي په ګډه سره رامنځته شوي دي ٠

په اومه لسيزه کې مارلون براندو د خپل زوي د درنو پورونو د ليري کولو دپاره له بانک څخه زيات کرديتونه واخيستل، حتی خپل ستر او ښکلی استوګنځي يې هم وپلوره٠ په پاي کې دده زوي بيا هم په بنديخانه کې بندي پاتی شو ٠ د مارلون براندو د عمر په وروستنې موده کې اقتصادي حالات يې ښه نه و او د خپلو تقاعدي پيسو په واسطه يې ژوند کاوه او روغتيا يې هم ډيره خرابه وه ٠

مارلون براندو په خپل عمر کې درې ځله واده کړی و ، خو له هرواده څخه يې ماتې وخوړله ٠ دده درو ښځو د براندو دپاره نهه تنه ماشومان زيږولي وو ، خو ژوند يې ډير ښه نه دی ٠

د نوموړو ټولو ستونزو او مشکلاتو سره يو ځای مشهور او ستر فلمي ستوري له دينا سره خداي پاماني وکړه ، دا د نړۍ په فلم کې يو ه ستره ضايعه ده ٠نن ورځ خلک يوازي د مارلون براندو په پاتي شويو فلمونو کې دده صورت ليدلی شي او بس