
چين ته سفر په نننی پروګرام کی به تاسی يو راپور واوری چه عنوان يی دی د چيانګ تانګ په نامه د طبيعی چاپريال د ساتنې له خاصې سيمې نه ليدنې کتنې
د چيانګ تانګ په نامه طبيعی چاپريال د ساتنې خاصه سيمه چه د چين د تبت د خودمختاری سيمې ، د شينجيانګ د ويغوری قوم د خودمختارې سيمې او د چينګ های د ولايت په ګډ سرحدی سيمه کی پرته ده ، اوس په نوموړی سيمه کی په نړۍ کی له هغو سيمو څخه شميرل کيږی چه خرابه شوی نه ده او اصليت يی په ښه توګه ساتل شوی ده . په نوموړی سيمه کی زيات رنګارنګ وحشی حيوانات او نباتات ليدل کيږی . په نننی پروګرام کی به مونږ سره يو ځای نوموړی سيمې ته ولاړ شو او نوموړی سيمه به وګورو !
د چيانګ تانګ د ساتلو وړ سيمې عمومی مساحت ٢٩ مليونو ٨ لکو هکتارو ته رسيږی . چيانګ تانګ په تبتی ژبه کی د شمال د پراخې ځمکې معنی لری . په نوموړی سيمه کی يوازی واښه شته او ونی نه ليدل کيږی . نو له اوږدې مودې نه راهيسی خلک دغه ځای غير مسکونه سيمه يادوی . مګر په دی سيمه کی د وحشی حيوانانو او نباتاتو شتمنی منابع شته . د تبت د علی سيمې د ګازه د ولسوالی د مالدارۍ او کرنې د رياست مرستيال ګالما مونږ ته وويل :
په نوموړی سيمه کی وحشی غوايی ، تبتی غرڅان ، لوی سر لرونکی غرڅان ،لېوه او
ګيدړې موجودې دی او له دی جملې څخه تبتی غرڅان تر ټولو نه زيات دی او ورپسی تبتی غږګاو دوهم ځای نيسی .
د تيرې پيړۍ په نهمه لسيزه کی په نوموړی سيمه کی د تبتی غرڅانو د وژنې پيښې زياتی وی ځکه چه د تبتی غرڅانو وړيو قيمت ډير لوړ دی . د غاړی د يوه هغه دسمال ارزښت چه د تبتی وړيو څخه جوړ شوی دريو زرو امريکايی ډالرو ته رسيږی . او په هغه وخت کی د تبتی غرڅه د يوه پوستکی محلی ارزښت څه ناڅه ٥٠٠ يونه و ، او په بين المللی بازار کی يی ارزښت څه دپاسه زر يونو ته و رسيد .
په کال ١٩٩٨ کی د چيانګ تانګ سيمه د دولت له خوا د ساتلو وړ سيمې په حيث ټاکل شوی ده . نو په دغه سيمه کی د هيڅ ډول وحشی حيوانانو د ښکار کولو اجازه نشته او د وحشی حيوانانو د ساتلو لپاره ځانګړی پوليسان هم ورليږل شوی دی . ښاغلی نيماجابو چه د ماشومتوب له وخته له حيواناتو سره مينه لری ، له نوموړو پوليسانو څخه شميرل کيږی .
هغه وويل چه که څه هم کاری چاپيريال يی سخت دی خو بيا هم بايد داسی دنده ترسره کړی . حتی هغوی هروخت د پټو ښکاريانو له بريدونو سره مخامخ کيږی . هغه وويل
په کال ٢٠٠٣ کی می له يوه غير قانونی ښکاری څخه د ګوزن يو پوستکی ضبط کړی ؤ . د ٢٠٠٤ کال د پسرلی په اختر کی په ناڅه پا توګه زه له هغه سړی مخامخ شوم او هغه پر ما باندی چاقو و ايستله او زه يی په چاقو ووهلم .
د نوموړی ښارګوټی د کرنې او مالدارۍ د رياست مرستيال ښاغلی ګامال څرګنده کړه ( اواز )
پخوا د تبت په شمالی سيمه کی ځينو مالدارانو د خپل ژوند لپاره د وحشی حيواناتو له ښکار کولو څخه ګټې تر لاسه کول . په نژديو کلونو کی د حکومت له خوا يو لړ مقررات جوړ شوی دی . او اړوندو څانګو خلکو ته دغه مقررات تبليغ کړی او په عين وخت کی يی د ځينو کسانو غير قانونی ښکار کوونکو کړو وړو ته ضربت رسولی دی . اوس عادی خلک د وحشی حيواناتو د ساتلو شعور لری ، ځکه چه د دوی په نظر دا د ډيرې نيکمرغی ځای دی چه د خپل ژوند په شاوخوا سيمو کی يی رنګا رنګ حيوانات شته نو بزګران او مالدارن نوموړی منظره ډيره خوښوی .
هغه زياته کړه د چيانګ تانګ د ساتلو وړ سيمه په تبت کی د دولت په درجه د ساتلو وړ له اوو طبعيی سيمو څخه شيمرل کيږی او د هيواد په دننه او دباندی کی مهمه اغيزه لری .
په نژديوکلونو کی حکومت د نوموړی سيمې د ساتلو لپاره زياتې پانګې اچولی دی . مګر دا کافی نه ده . که مونږ د نوموړې سيمې په ځينو شرايط لرونکو ناحيو کی توريستی خدمتونه برابر کړی نو مونږ به نه يوازی له دی نه ګټه واخلو بلکه لازياتو خلکو ته د دی سيمې په باب معلومات هم ورکوو . دغه راز مونږ به هم د دغې سيمې د حيواناتو د ساتلو لپاره له بين المللی ټولنې نه مرسته ترلاسه کړای شو .
ګرانو اوريدونکو! چين ته سفر نننی پروګرام په همدی ځای پای ته ورسيد . ستاسی د اوريدلو له امله ډيره مننه کوو!