د سين هوا اژانس د خبر له مخی،د افغانستان د انتخاباتو د ګډی کميټی مامور پيتر ايربن د اکتوبر په شپږمه نيټه په کابل کی اعلان وکړ چه له دې امله چه نوموړی ارګان د رايو د شمېرلو په بهير کی وموندله چه په ځينو سيمو کی انتخاباتی درغلی شته، نو د افغانستان د پارلمانی انتخاباتو د نتيجی د اعلانولو نيټه د روانی مياشتی پای ته وځنډوله . هغه په همدې ورځ خبريالانو ته وويل چه د انتخاباتو ګډه کميټه به د انتخاباتو په اړه د شکايتونو د اورېدلو د کميټی د کارونو د پايته رسېدو نه وروسته د پارلمانی انتخاباتو نتيجه اعلان کړی.
|