د سين هوااژانس د خبر له مخی : د ناتوبلاک سرمنشی جاپ دی هوپ سچيفير چه په افغانستان کی په سفر بوخت ؤ ، د اکتوبر په شپږمه نيټه په کابل کی اعلان وکړ چه د ناتوبلاک په مشرۍ بين المللی سوله ساتونکی فوځونه به په افغانستان کی د خپل ماموريت سيمی پراخی کړي او افغانستان ته به نور زيات فوځونه وروليږي ٠
سچيفير د افغانستان د جمهوررئيس حامد کرزی سره د خبرو اترو نه وروسته په مطبوعاتی غونډه کی وويل چه په افغانستان کی د ناتوبلاک د سوله ساتونکو فعاليتونو سيمې به ختيځو او جنوبی سيمو ته پراخی شي او نور زيات فوځونه به نوموړی سيمو ته وروليږي ، په دی توګه به په افغانستان کی د ناتو عسکرانو شمير ديارلسو يا څوارلسو زرو تنو ته ورسيږي ٠
د افغانستان جمهوررئيس حامد کرزی څرګنده کړه افغانستان هيله لری چه د ناتو له بلاک سره دايمی ستراتيژيکی همکارۍ جوړی کړي او د ناتو د بلاک د فوځونو زياتول به د افغانستان امنيتی اوضاغ سره اړه ولری ٠